معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / وروستۍ زلزلې د غزني یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې کړې دي

وروستۍ زلزلې د غزني یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې کړې دي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د غزني اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولینو ویلي، چې د تېرې اونۍ زلزلې د دغه ولایت یو شمېر تاریخي آبدې زیانمنې کړي او د نړېدو له ګواښ سره یې مخ کړې دي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار زیاته کړې، چې یادې زلزلې د محمد شریف خان تاریخي آبده، د غزني زاړۀ ښار دوه برجونه او د خواجه ملک یار پرنده تاریخي مقبره زیانمنه کړې او که ورته جدي پاملرنه ونه شي، د نړېدو او له منځه تلو سره به مخ شي.
دغه زلزله چې تېره اونۍ د ۷.۷ درجې په کچه زوروره وه، تېره اونۍ د شپې په شاوخوا ۹:۳۴ دقیقو د افغانستان مرکزي، شمالي او ختیځ ولایتونو په ګډون نهه هېوادونه ولړزول.
د دې زلزلې مرکزي نقطه د بدخشان ولایت هندوکش غرونه ښودل شوي وو.
د سرپرست افغان حکومت د اطلاعاتو له مخې د دغې زلزلې له امله پنځه تنه مړه او تر ۹۰ پورې نور کسان هېواد کې ټپیان شوي وو.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس