معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ننګرهار کې به سږ کال د کانال په ځمکو د لرل شویو غنمو د حاصلاتو کچه لوړه وي

ننګرهار کې به سږ کال د کانال په ځمکو د لرل شویو غنمو د حاصلاتو کچه لوړه وي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د کانال ریاست د اطلاعاتو له مخې د ننګرهار کانال په ۲۲ زره ۲۹۲ جریبه ځمکه کې په حرفوي ډول غنم لرل شوي، چې د اوبه خور سیستم رغونې، د کیمیاوي سرو، او ماشین آلاتو برابرول او یو شمېر نور هغه مهم او اساسي ټکي دي چې د کانال ریاست د مسوولینو په وینا د غنمو د حاصلاتو په لوړوالي کې به مهم رول ولوبوي.
مسوولین زیاتوي، چې اوسمهال یادو برخو ته د ننګرهار کانال یو شمېر اجاره داران منظم لاس رسې لري، چې له همدې امله دوی له کرل شویو غنمو د ښو حاصلاتو تمه لري.
د دغو حاصلاتو په ښه والي سره به تر ډېره بریده له نورو هېوادونو د غنمو او وړو د راوړلو کچه کمه شي.
د کرنې د برخې د کارپوهانو په باور اوس وخت کې د غنمو حاصلاتو د را ټولولو پرمهال هر کال تر کابو ۳۰ سلنه پورې غنم ضایع کیږي، چې په کار ده د ضایع کېدو مخه يې ونیول شي او د غنمو زېرمې لپاره ګودامونه، پخواني سیلوګاني فعالې، عصري ژرندې او میلونه د ارزاقاو زېرمه تونونه جوړ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس