زمونږ او تاسې په پخوانیو کلتوري ادبیاتو کې ډېرې داسې کیسې او افسانې شته چې کومه شاهزادګۍ چې ډېره بې حده ښکلې وي، ګڼ شاهزاده ګان او د دربار ځوانان پرې مین وي او هر یو د هغې د ترلاسه کولو هلې ځلې کوي. داسې ښکاري چې په اوسني عصر …
ادامه نوشته »د کابل په نننۍ چاودنه کې چاته زیان نه دی اوښتی
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): د کابل امنیې قومندانۍ ویلي، چې کابل کې نننۍ چاودنه د مقناطیسي ماین له امله رامنځته شوې وه چې چاته په کې زیان نه دی اوښتی. دغه چاودنه نن د ورځې لس نیمې بجې د اداره امور دروازې ته نږدې د ابوالفضل زیارت …
ادامه نوشته »نږدې دوه نیم زره نور افغان کډوال ایران څخه هېواد ته راستانه شول
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه له ایران څخه نږدې ۲ نیم زره نور افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي دي. دغې وزارت ویلي، چې ۲ زره ۴۹۷ تنه افغان کډوال د تېرې شنبې او یکشنې په ورځ …
ادامه نوشته »مالیې وزارت دولتي مامورینو ته د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکوي
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): د مالیې وزارت ویلي، له قرارداديانو پرته به د ټولو دولتي مامورینو د کب میاشتې معاشونه د میاشتې په سر کې ورکول شي. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د کب میاشتې له پای ته رسېدو سره سم، روان ۱۴۰۱مالي کال ختمیږي …
ادامه نوشته »د امریکا په ګډون له ۳۰ څخه ډېرو هېوادونو د روسیې پر ورزشي برخې د بندیز ملاتړ وکړ
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې د بریتانیا حکومت اعلان وکړ، چې د امریکا، بریتانیا او فرانسې په ګډون د نړۍ له ۳۰ زیاتو هېوادونو په نړیوالو ورزشي سیالیو کې د روسیې او بیلاروس د ورزشکارانو له ګډون څخه د منع کولو …
ادامه نوشته »ترکیه کې بېګاه شپه بیا ځل زلزلې شوي
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): د ترکیې انادولو آژانس د خبر له مخې چې د دغه هېواد په سویلي ولایت حتایا کې د دوو پرلپسې تازه زلزلو لړزولی دی. د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا ویلي، چې تازه زلزلو ۲۹۴ تنه ټپیان کړي او د درې تنو …
ادامه نوشته »د سوریې ولسمشر عمان ته په سفر تللی
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): په داسې حال کې چې سوریه د جګړو او وروستۍ زلزلې له امله سخته ځپل شوې، د دغه هېواد رسمي خبري آژانس سانا ویلي، چې ولسمشر بشارالاسد عمان هېواد ته په سفر تللی او هلته یې له خپل سیال سره کتنه کړې ده. …
ادامه نوشته »ایران راتلونکې اونۍ خپل هېواد کې افغان سفارت اوسني حکومت ته سپاري
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲ مه نېټه): وروسته له هغې چې تهران کې اوسني حکومت ته د افغان سفارت د سپارلو خبر خپور شو، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل، د سفارت په حقوقي وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او نه هم ایران اوسنی افغان حکومت …
ادامه نوشته »په افغانستان کې د امیندوارۍ د مخنیوي د درملو پر خرڅلاو بندیز ولګېد
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه): که څه هم افغان حکومت رسماً تر اوسه په دې تړاو څه نه دي خپاره کړي، خو رسنیو ته یو شمېر روغتیایي سرچینو ویلي، چې افغان حکومت په هېواد کې د درملتونونو او روغتونونو مسوولینو ته اعلان کړی چې د امېندوارۍ مخنیوی په نړۍ …
ادامه نوشته »کندهار کې افغاني روغتیاپالانو د زړه نایابه عملیات ترسره کړ
کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب لومړۍ نېټه): تر کابل وروسته دا وار په کندهار ښار کې هم روغتیاپالانو په یوه خصوصي روغتون کې د زړه د بای پاس جراحۍ یا (CABG) عملیات په بریالیتوب سره کړي دي. دغه ولایت کې د مهمند روغتون يو جراح له رسنیو سره په خبرو کې …
ادامه نوشته »