د ټولنې په پرمختګ کې د ادب ونډه

لیکوال: د کابل پوهنتون د ادبیاتو استاد اجمل ښکلى

د ادب په لوست کې لومړى له دې پوښتنې سره مخ کېږو، چې ادب د ټولنې په پرمختګ کې څنګه او څومره لاس لری؟ ادبپوهنه دې پوښتنې ته ځواب وایی، چې ادب د ښکلاییز ذوق په لوړولو، افراد متمدنوی. د ادب په لوست سره د ژوند په اړه فکر کولو ته هڅېږی او خپلو تېروتنو ته مو متوجه کېږی. په ټوله کې ادب موږ ته ژوند معرفی کوی.

خو د ژوند د راپېژندلو دنده پر ادب سربېره نور هنرونه او تاریخ، ارواپوهنه، ټولنپوهنه، فلسفه، مذهب او ساینس هم ترسروی. ادب په دې دنده کې یواځې نه دى او نه پر دې نورو کومه برتری لری، نه یې دا نور په ادب لری. په ټولنیز پرمختګ کې د ادب ونډې ته د احساساتو پر ځاى له علمی زاویې کتل پکار دی.

زموږ د ټولنیز تولید لویه برخه ادب جوړوی، ځکه د ادب ایجاد نه د ساینسی تجربو غوندې لابراتوار غواړی، نه د نورو هنرونو غوندې بېل وسایل او نه د فلسفې هر اړخیزه مطالعه. لویه خبره دا ده، چې د ادب ډېر تولید موږ ته د یوه دود په بڼه راپاتې دى او د فلسفې غوندې پکې له سخت مذهبی چلن سره نه مخ کېږی؛ خو بیا هم موږ د ادب په اړه نېکبینه نه یو، ځکه چې په سترګو وینو، چې د شاعرانو مزاحمتی شعرونه او د لیکوالو کیسې د ټولنې په بدلون کې انګېرېدونکې ونډه نه لری. ښایی، یو علت زموږ په ټولنه کې د معیاری ادب د تولید کمښت هم وی؛ خو نور علتونه یې ډېر ښکاره دی.

موږ وینو، چې هره ورځ مو لسګونه وګړی د افراطیت قربانی کېږی، په خاوره مو ګاونډیان بلوسه کوی، ادارې مو له رشوتونو ډکې دی او اقتصاد مو کمزورى دى؛ خو شعرونه او کیسې راسره له دې حالته په راوتو کې مرسته نه کوی، ځکه نو داسی انګېرو، چې تر پیاوړی ادب پیاوړی اقتصاد او سیاست ته ډېر اړ یو. همدا لامل دى، چې له ادبی تولید سره سره پر ادبیاتو باور نه لرو، چې په ټولنیز بدلون او پرمختګ کې به راسره مرسته وکړی.

د ټولنیز پرمختګ دنده د ټولو علومو او هنرونو په غاړه ده. ساینس د خویونو او چلندونو د بدلون پر ځاى د خلکو په فزیکی ژوند کې آسانتیا راولی، ځکه نو د افرادو د ټولنیز ذهنیت بدلون د ټولنیزو علومو او هنرونو مسؤولیت دى. تاریخ مو د تېرو تمدنونو د عروج او زوال د لاملونه په ښوولو او د افرادو د هر لوى او وړوکی چلن په بیانولو سره د ټولنیز ژوند نیمګړتیاوو او ښېګڼو ته متوجه کوی، چې له مذهبه څنګه استفاده پکار ده او د پخوانو خلکو کوم چلن کومه پایله لرله. فلسفه د خپل کلچر په اړه د نیوکې مستدله وړتیا راکوی او ارواپوهنه مو د افرادو په چلندونو کې د دوى په روانی غوښتنو پوه کوی.

دا ټولې چارې د ټولنیز بدلون او پرمختګ نښې دی؛ خو دا چارې هله نقش لری، چې سره همکار او مرستندوى وی. تاریخ که له ارواپوهنې سره همکار نه وی یا فلسفه له ادب سره همکاره نه وی، د ټولنیز پرمختګ وجود معیوب وی. د معیوب بدن فعالیتونه هم نیمګړی وی. دلته همکاری د همغږۍ معنا نه لری، بلکې له اختلاف سره به د یو بل همکار وی.

په ټولنه کې چې د طبیعی او ټولنیزو پوهنو او هنرونو د تولید ترمنځ انډول نه وی او یو اړخ ډېر بارز وی، نو د ټولنیز پرمختګ ټول مسؤولیت د هغه یوه اړخ پر ولیو بار شی. موږ دا ټول مسؤولیت د ادب غاړې ته وراچولى دى، ځکه د مؤثرو تاریخونو، فلسفې، ارواپوهنې او هنرونو تولید مو په نشت حساب دى؛ خو ادب چې دا بار نه شی وړاى، په ټولنیز پرمختګ کې یې پر نقش باندې شکمن یو.

موږ چې ډېر لوستی نه لرو، علمی تولیدات مو په نشت حساب دی. ساینسی او ټولنیز علمی تولیدات د هېواد د سیاست او اقتصاد په پیاوړتیا کې نقش لری.

د طبیعی او ټولنیزو پوهنو او هنرونو ترکیب ته فرهنګ وایی. موږ هله د پیاوړی فرهنګ څښتنېداى شو، چې د دې کل دا ټول اجزا لاس په لاس مخکې لاړ شی. بیا چې موږ د عالی فرهنګ خاوندان شو، له اقتصادی پلوه هم خپل هېواد پیاوړى کولاى شو او ښه سیاستوال هم پیدا کولاى شو، چې زموږ د فرهنګ د پیاوړتیا او ټولنیز پرمختګ غم وخوری.

اوس پوه شو، چې ټولنیز پرمختګ په فرهنګی پیاوړتیا پورې تړلى دى؛ خو ادیب د فرهنګ په پیاوړتیا کې تر هغې پورې مؤثر نقش نه شی ترسرولاى، چې مورخ، مفکر، بل هنروال (انځورګر، او…)، ارواپوه، ساینسپوه، مذهبی عالم او نور ورسره نه وی.

کله چې موږ په یوه علم یا هنر پورې ټولې هیلې وتړو او هغه دا دنده مؤثره ترسره نه کړاى شو، نو پر وجود یې شکمن شو او چې شکمن شو، د دې علم یا هنر او ټولنیز بدلون ترمنځ درز پیدا شی. موږ چې اوس د شعر و نثر د اړتیا په اړه زړه نازړه یو، لامل یې همدا دى، چې موږ نور تولیدات ډېر نه کوو. په دې طریقه د فرهنګ د دې جز تولید هم له رکود سره مخ شی او د ټولنیز پرمختګ په نشت سره ټولنه ځاى پرځاى ودرېږی. داسې ټولنې ټولنیزو تحولاتو ته غاړه نه ږدی او پر وړاندې یې غبرګون ښیی.

کله داسې هم وشی، چې په ټولنه کې همدې یوې برخې په ډېر تولید سره ټولنه په یوه اړخ کږه شی. د شاعرۍ په ډېر تولید سره ښایی افراد احساساتی شی.

په درېیمه نړۍ کې د طبیعی او ټولنیزو علومو او هنرونو کمښت او پر علومو او هنرونو د مذهب تر حده زیات تسلط یا یواځې د مذهبی فکر او آثارو تولید خلک مذهبی افراطیت ته هڅولی او له ټولنیز پرمختګه یې راګرځولی دی. که په دې نورو برخو کې هم موازی تولید پیل شی، خلک به له فرهنګی پلوه پیاوړی شی او ټولنیز بدلون ته به ښه راغلاست ووایی.

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.