ګهیځ نیوز: نن شنبه (د غبرګولی ۷مه او د مۍ میاشتې ۲۸مه نېټه ده) د ترکیې د بشرپاله مرستو بنسټ استازی کابل ته راغلی او ویلی یې دی چې د سفر موخه یې دلته د یتیمانو لپاره د یوه کمپلکس جوړل دی.
د ریاست الوزارء مطبوعاتی دفتر پر خپله ټویټرپاڼه لیکلی، چې د افغانستان د رییس الوزراء مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی تېره ورځ د ترکیې IHH د بشری مرستو بنسټ له راغلیو استازو سره کتلی دی.
د دفتر د معلوماتو له مخې، په دې کتنه کې د یاد ترکی بنسټ استازو افغانستان ته د خپل سفر اساسی موخه د یتیمانو لپاره د یو کمپلېکس جوړول بللی خو په دې اړه یې نور جزییات نه دی ورکړی.
هغوی ویلی چې د ښوونې او روزنې، کرنې او تحصیلی بورسونو د ورکړې په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
مولوی عبدالسلام حنفی د ترکیې د بشری مرستو له بنسټ مننه وکړه او ژمنه یې کړې چې افغانستان کې به د دوی د بشری مرستو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړی.
گهیځ