ګهیځ نیوز: نن شنبه (د وری ۶مه او د مارچ ۲۶مه نېټه ده) ټاکل شوې (IPL) یا د هند غوره لیګ کرېکټ سیالۍ نن (شنبه د وری ۶مه – د مارچ ۲۶مه) د پنځه افغان لوبغاړو په شتون کې پیل شی.
سږکال دغه لیګ کې پنځه افغان لوبغاړی لوبیږی، چې نن د کابل پر وخت ۵:۳۰ بجې د کلکتې نایټ رایډرز او د چینای سوپر کینګز په لوبې سره پېلېږی.
په دغه لوبغاړو کې ( راشد خان، نوراحمد لکڼوال، رحمانالله کوربز) یوازې ګجرات ټایټنز ته لوبه کوی.
ګجرات ټایټنز لوبډله سږکال د لومړی ځل لپاره د هند غوره لیګ کې لوبیږی.
رحمن الله ګربز د هند غوره لیګ د بولۍ لومړی پړاو کې نه و، اخیستل شوی خو، وروسته ګجرات لوبډلې ځکه واخیست چې انګلنډی لوبغاړی ( جاسون رای) د کورنیو ستونزو له کبله ای پی ایل پریښود.
بل پلوه دوه نور افغان لوبغاړی محمد نبی د (کلکته نایټ رایډرز) او فضل الحق فاروقی ( سنرایزر حیدر اباد) لپاره لوبیږی.
۱۷ کلن نور احمد لکڼوال چې د افغانستان نوولس کلنو ملی لوبډلې غړی او سږ کال (ای پی ایل) کې ترټولو کم عمره بهرنی لوبغاړی دی چې دغه لیګ کې لوبیږی.
هند غوره لیګ سیالۍ په ۲۰۰۷ کال د هند کرېکټ بورډ لخوا پېل شو چې دا یې ۱۵ پړاو دی چې هر کال د می او مارچ میاشتو ترمنځ کېږی چې د تیر کال اتلولۍ یې چینای سوپر کینګز ګټلې وه.
گهیځ