رسنۍ د اخلاقی ځانګړنو او مسؤولیتونو په ډګر کې!
د ګهیځ ټولنې مشر، سردار محمد دیندار خېل
په افغانستان کې د ټولیزو اړیکو د وسایلو قانون د څلورمې مادې په لومړۍ فقره کې راغلی دی چې (هر شخص د فکر او بیان د آزادۍ حق لری. د چارواکو له خوا له لاس وهنې، محدودیت او تهدید پرته د قانون د حکمونو په حدودو کې د معلوماتو، اطلاعاتو او نظریو غوښتنه، ترلاسه کول او لېږدول په دې حق کې شامل دی، همدارنګه په دې حق کې د معلوماتو د خپرولو، ویشلو او ترلاسه کولو د وسایلو آزاد فعالیت هم شاملېږی).
او همدا ډول د همدې قانون د دویمې مادې په شپږمه فقره کې صراحت شوی دی چې (د ټولیزو اړیکو د وسایلو له سالمې ودې سره د مرستې په منظور په داسې ډول چې دغه وده وکولای شی په هېواد کې د کره خبرونو، اطلاعاتو، زده کړو او روزنو د خپرولو او د علم او ثقافت د غوړېدو اغېزمن وسایل وګرځی او د خلکو نظریې له ژورنالیستکی معیارونو، اصولو او ارزښتونو (صداقت، ناپلوۍ او توازن) سره سمې منعکس کړی).
د قانون د دې مادو په پام کې نیولو سره ټولې رسنۍ، برېښنایی(راډیو، ټلویزیون، کېبلی شبکې او انترنټ)، چاپی رسنۍ(ورځپاڼه، جریده، میاشتنۍ، مهالنۍ، فصل نامه، کلنۍ، پوستر او خبرنامه)، باید د ټولیزو اطلاعاتو د قانون په نظر کې نیولو سره خپلې خپرونې عیارې کړی او هغه اخلاقی ژمنتیا هم په نظر کې ونیسی چې د هغې په رعایت سره ټولو ته خیر رسېږی، ځکه د اسلام مبارک دین د خیر دین دی او خپل پیروان د خیر خپرولو ته تشویقوی.
زمونږ په هېواد کې هم چې ۹۹٪ سلنه خلک یې مسلمانان دی، باید د هېواد ټولې رسنۍ د اسلام مبارک دین د احکامو په نظر کې نیولو سره خپلې خپرونې چمتو کړی او طبیعی ده چې رسنۍ د یوې ټولنې په جوړونه کې خورا اغېزمن رول لری، نو ځکه رسنۍ مسؤولیت لری تر څو هڅه وکړی هغه څه خپاره نه کړی چې د ټولنې لپاره ګټور نه وی او ټولنې ته زیان رسوی، او په دې اړه هېڅ کله له غفلت څخه کار وانخلی، ځکه په رسنیز ډګر کې یوه شېبه غفلت د ټولنې د ویجاړېدو سبب ګرځی. خو هغه کومې اخلاقی ځانګړنې او کوم مسؤولیتونه دی چې باید رسنۍ یې د یوه داسې هېواد وګړو ته د خپرونو وړاندې کولو په ترڅ کې په پام کې ونیسی، چې تر ۹۹ سلنه زیات وګړی یې مسلمانان دی:
- سموالی: د یوې رسنۍ مهمه ځانګړنه داده چې د خبر په رسونه کې باید دقت وکړی او خلکو ته سم خبرونه ورسوی د نننۍ ورځې د ژورنالیزم له اصولو سره برابر او کره خبر خپور کړی، له بې بنسټه خبر څخه ډډه وکړی یعنې سرچینه یې باید معتبره او مؤثقه وی. الله تعالی فرمایی: یَا أَیُّهَا الَّذِینَ آَمَنُوا إِنْ جَاءَکُمْ فَاسِقٌ بِنَبَإٍ فَتَبَیَّنُوا أَنْ تُصِیبُوا قَوْمًا بِجَهَالَهٍ فَتُصْبِحُوا عَلَى مَا فَعَلْتُمْ نَادِمِینَ (الحجرات سورت، شپږم نمبر آیت ) ژباړه: (اى هغو کسانو چې ایمان مو راوړى دى! که تاسو ته کوم فاسق (بدکار کس) خبر راوړی، نو تاسو ښه تحقیق وکړئ، په دې چې تاسو به یو قوم ته په ناخبرۍ سره تکلیف ورسوئ، بیا به تاسو په خپلو کړو باندې پښېمانه شئ)
- – د عقلانیت او علمیت چوکاټ: رسنۍ مکلفې دی کوم پیغام یا خبر چې خپروی باید د عقلانیت او علمیت په چوکاټ برابروی.نو کوم پیغامونه او معلومات چې په ګومان ولاړ وی له خپرولو څخه دې ډډه وکړی.الله تعالی فرمایی: وَلَا تَقْفُ مَا لَیْسَ لَکَ بِهِ عِلْمٌ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ کُلُّ أُولَئِکَ کَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (الإسراء سورت، ۳۶ نمبر آیت) ژباړه: (او ته د هغه شی پیروی مه کوه چې د هغې علم له تاسره نشته، بې شکه غوږونه، سترګې او زړه، د بدن هغه غړی دی چې له هر یوه نه په دې اړه مسؤول دی او په دې اړه به له هغوی نه پوښتنه کېږی.) او بل ځای فرمایی: وَمَا یَتَّبِعُ أَکْثَرُهُمْ إِلَّا ظَنًّا إِنَّ الظَّنَّ لَا یُغْنِی مِنَ الْحَقِّ شَیْئًا إِنَّ اللَّهَ عَلِیمٌ بِمَا یَفْعَلُونَ (یونس سورت، ۳۶ نمبر آیت) ژباړه: (او د دوى زیاتره د ګومان پیروی کوی، بېشکه ګومان د حق په مقابله کې هېڅ فایده نه لری، بې شکه الله ښه پوه دى په هغو کارونو چې دوى یې کوی) او همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: إیَّاکُمْ وَالظَّنَّ ، فَإِنَّ الظَّنَّ أَکْذَبُ “الْحَدِیثِ” ژباړه: (له شک او ګومان څخه ځان وساتئ، بدترین دروغ ګومان دی)
- د الله لورته بلنه: رسنۍ باید د حق لورته بلنه وکړی او د الله تعالی یووالی ته خلک راوبولی الله تعالی فرمایی: وَمَنْ أَحْسَنُ قَوْلًا مِمَّنْ دَعَا إِلَى اللَّهِ وَعَمِلَ صَالِحًا وَقَالَ إِنَّنِی مِنَ الْمُسْلِمِینَ (فصلت سورت،۳۳ نمبر آیت) ژباړه: (او د خبرې په لحاظ له هغه چا نه څوک ډېر ښه دى چې الله ته بلنه کوی او نېک عمل کوی او وایی چې بې شکه زه له مسلمانانو څخه یم؟)
- د خیر او نېکۍ لور ته بلنه: خیر او نېکۍ ته بلنه په اسلامی هېوادونو کې د رسنۍ یوه بله ځانګړنه ده. الله تعالی فرمایی: الَّذِینَ إِنْ مَکَّنَّاهُمْ فِی الْأَرْضِ أَقَامُوا الصَّلَاهَ وَآَتَوُا الزَّکَاهَ وَأَمَرُوا بِالْمَعْرُوفِ وَنَهَوْا عَنِ الْمُنْکَرِ وَلِلَّهِ عَاقِبَهُ الْأُمُورِ (الحج سورت، ۴۱ آیت) ژباړه: (هغه کسان دی چې که مونږ دوى ته په ځمکه کې قدرت ورکړو (نو) دوى به لمونځ قایموی او زکات به ادا کوی او د نېکۍ حکم به کوی او له بدۍ نه به خلک منعه کوی، او د ټولو کارنو انجام خاص د الله لپاره دی)
- د فساد له خپرولو څخه ډډه: رسنۍ به د ټولنې وګړی په ټولنه کې د فساد له خپرولو وېروی او ددې کار له خطرناکو زیانونو څخه به هغوی خبروی.
- د اختلاف له منځه وړل: د رسنیو یوه بله اخلاقی دنده داده چې په اسلامی ټولنو کې د اختلاف د منځه وړلو لپاره به هر ډول هڅه کوی او د مسلمانانو د یووالی او اتفاق لپاره به هېڅ هم نه سپموی.
- له ظلم او استکبار سره مخالفت: ظلم سره مبارزه او د ظلم او جبر د له منځه وړلو لپاره لاره هوارول د رسنیو یوه مهمه ځانګړنه ده چې د مظلوم څخه دفاع وشی او د مستکبرینو په مقابل کې ودرېږی، دا نه یوازې د رسنیو، بلکې د هر انسان دنده ده.
- اخلاقی فضایلو ته پراختیا ورکول.
- له مظلوم څخه ملاتړ او د مظلوم په ګټه افشاګری او د ظالم پروړاندې درېدل.
- خلک یووالی او وحدت ته تشویقول او له اختلاف څخه مخنیوی.
- خلک همکارۍ، نېکۍ او تقوا ته تشویقول.
- عمومی مصالحو ته پاملرنه کول.
- د خصوصی حریم او د خلکو حقوق رعایتول.
- د دینی زده کړو خپراوی: د رسنیو خاوندان باید هڅه وکړی چې دینی زده کړې د خپلو رسنیو له لارې ټولنې ته وړاندې کړی کله چې ټولنه کې دینی زدکړې عامې شوې او هرې کورنۍ ته ننوتې نو خیر پراخ شو او د خیر په پراختیا کې خلک د سوکالۍ او هوساینې ډاډ ترلاسه کوی.
- د واقعیتونو بیانول: د رسنیو بله اخلاقی ځانګړتیا داده چې د درواغو له خپرولو څخه به ډډه کوی او د ټولنې واقعیتونه به بیانوی باطل ته باطل وایی او حق ته به حق، او که چېرې حقایق و نه ویل شی او واقیعتونه پټ کړای شی او یا پکې تحریف وشی نو بیا رسنیو ته زیان رسوی او په ټولنه کې چې کوم اعتماد لری هغه هم له لاسه ورکوی.
گهیځ