د ګهیځ ټولنې د اجرایی کمیسیون غړی نعمت الله عزیزی
خبریالان چې د ټولنې سترګې بلل کېږی د معلوماتو ترلاسه کولو او رسولو لپاره ډېر خطرونه منی، د جګړو ډګرونو ته ځی، په فساد کې د ښکېلو لوریو راپور ورکوی، زورواکی، چارواکی، د قانون خلاف فعالیت کوونکی ترې وېره لری او په ټولنه کې ډېر هغه څه چې خلک یې نه وینی د دوی له سترګو پټ نه پاتې کېږی، همدارنګه خلک، دولت او آن د دولتونو مخالفې ډلې یې، ځکه قدر کوی چې د دوی معلومات پر وخت نشـر کړی. خو دلته په افغانستان کې ډېر کله د امنیتی ځواکونو له لوری وهل کېږی، وسایل یې ماتېږی، خلک ورسره لازمه همکاری نه کوی، دولتی ادارې ورته په وخت معلومات نه ورکوی، زورواکی یې په مرګ ګواښی او ځینې وختونه د دولت مخالفان ورباندې مرګونی بریدونه کوی. دې حالت په افغانستان کې د رسنیزو کارکوونکو او خبریالانو ژوند تریخ کړی دی.
سره له دې چې په افغانستان کې د خبریالانو څخه د ملاتړ شاوخوا ۲۰ ټولنې فعالیت لری او څو کاله وړاندې “معلوماتو ته د لاسرسی قانون” هم جوړ شو، خو لا هم افغان خبریالان معلوماتو ته په وخت لاسرسی نه لری، له اقتصادی پلوه په ستونزو کې ګیر دی او په ادارو کې ورسره مناسب چلند نه کېږی.
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر مجیب خلوتګر وایی: “د ژورنالیستانو شاوخوا ۲۰ ټولنې فعالې دی او د رسنیو د لا پرمختګ لپاره کار کوی او له کومو ستونزو سره چې افغان رسنۍ لاس او ګرېوان دی ورته د حل لاره پیدا کوی.”
د خبریالانو لویې ستونزې!
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر مجیب خلوتګر باور لری چې د افغانستان رسنۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دی، خو تر ټولو لویه ستونزه نا امنی ده چې هره ورځ له خبریالانو قربانی اخلی او ځینو رسنیو په هېواد کې د نا امنیو له امله خپل فعالیتونه درولی دی.

ښاغلی خلوتګر بله لویه ستونزه مالی ګڼی او په باور یې اوس مهال د مالی آسانتیاوو د کمښت له امله ځینو رسنیو خپل کارکوونکی، او پروګرامونه کم کړی دی او له ۲۰۱۴ زیږدیز کال راهېسې ۲۰۰ رسنیو، خبری آژانسونو او آنلاین رسنیو خپل فعالیتونه د مالی امکاناتو د نه شتون له امله درولی دی.
ښاغلی خلوتګر د خبریالانو او رسنیو د ستونزو په دوام زیاتوی چې معلوماتو ته نه لاسرسی، د رسنیزو ادارو په دننه کې د قوانینو نه پلی کېدل او ځینې خبریالان له خپلو قانونی حقونو بې برخې کېدل د خبریالانو سترې ستونزې دی.
د نی بنسټ مشـر باور لری سره له دې چې معلوماتو ته د لاسرسی قانون د ملی یووالی حکومت د جوړېدو په دوهمه ورځ د ولسمشـر له خوا توشیح شوی دی، خو د پخوانی حکومت په پرتله په ملی یووالی حکومت کې معلوماتو ته د لاسرسی ستونزې ډېرې شوې دی.
د افغان ژورنالیستانو د شورا مشـر حفیظ بارکزی د خبریالانو د ستونزو په هکله بیا وایی: “له نېکمرغه موږ معلوماتو ته د لاسرسی قانون لرو خو له بده مرغه نه عملی کېږی” نوموړی زیاتوی، ژورنالیستان له ډېرو ستونزو سره مخ دی په ځانګړی ډول د ولایتونو په کچه او یوازینۍ ستونزه په دې برخه کې دولت دی چې حاضر نه دی په وخت معلومات ورکړی خبریالان سرګردان دی او په وخت اطلاعات نه شی ترلاسه کولای، ځکه چې ځینې ویاندویان غیر مسلکی دی.

ښاغلی بارکزی همدارنګه باور لری چې بله ستونزه اقتصادی ده چې باید دولت له رسنیو سره بې توپیره چلند وکړی او بله مهمه موضوع د خبریالانو مصؤونیت دی چې افغانستان په ۱۹۴۸ زیږدیز کال یو پروتوکول لاسلیک کړی دی چې په هغې کې ۱۵۹ هېوادونه شتون لری چې پر بنسټ یې دولت مکلف دی چې د خبریالانو خوندیتوب تأمین کړی، خو لا تر اوسه څه نه دی شوی.
د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې امنیتی ستونزې په داسې مهال کې ستر خنډ بلل کېږی چې په روان ۲۰۱۸ زیږدیز کال کې د تېر ۲۰۱۷ په پرتله د وژل شویو خبریالانو شمېرې لوړې شوې دی.
د نی یا آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ د تېر ۲۰۱۷ کال په راپور کې د ۲۱ تنو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د مړینې او ۴۱ د ټپی کېدو او له خبریالانو سره د تاوتریخوالی د ۱۶۷ قضیو خبره شوې وه، په داسې حال کې چې یوازې د روان لمریز کال د غویی په میاشت کې په وسله والو بریدونو او چاودنو کې ۱۱ تنه خبریالان او د رسنیو کارکوونکی وژل شوی دی.
له بلې خوا د ۲۰۱۸ زیږدیز کال لومړۍ شپږ میاشتې د افغان خبریالانو او رسنیو لپاره تر ټولو خونړۍ موده ګڼل شوې ده، او “د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې” د راپور پر بنسټ په دې موده کې د خبریالانو او رسنیزو فعالانو پر وړاندې د تاوتریخوالی ۸۹ پېښې ثبت شوې دی چې له دې ډلې یې ۱۱ مورده وژنو پېښې دی چې هم د شدت او هم د شمېر له مخې بې مخینې دی.
د خبریالانو ټولنو څه کړی دی؟
د افغانستان د ژورنالیستانو فدراسیون غړی او د نی بنسټ مشـر مجیب خلوتګر باور لری چې د خبریالانو ټولنې خپل کارونه ترسره کوی، خو په اند یې دا ستونزې دومره ډېرې دی چې دا ټولنې یې نه شی کابو کولای او د دوی له مهارتونو او وړتیاوو دا ستونزې ډېرې زیاتې دی.
ښاغلی خلوتګر وایی ځینې کارونه ترسره شوی دی او د ولسمشـر د دوهم مرستیال په مشـرۍ یوه ګډه کمیټه هم جوړه شوې ده چې د خبریالانو دوسیې څېړی، د دوی لپاره وجهی صندوق جوړوی او د خبریالانو لپاره امن ځایونه رامنځته کوی. د آزادو رسنیو څخه د ملاتړ بنسټ مشـر باور څرګندوی چې ستونزې ډېرې دی، خو که دا ټولنې نه وای دا ستونزې به څو برابره زیاتې وی.
د افغان ژورنالیستانو د شورا مشـر حفیظ بارکزی په دې هکله بیا وایی چې باید هر څوک خپل ځواب ورکړی، خو د افغان ژورنالیستانو د شورا د مشـر په توګه ویلای شی چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې د قانون، اصولو او شورا د غوښتنو مطابق کارونه ترسره کړی دی هغه که د ژورنالیستانو له حقوقو دفاع ده او که د وړتیاوو لوړول دی.
خبریالان څه وایی؟:
د تمدن خصوصی ټلویزیون د پښتو برخې مسؤول شفیق وردګ وایی: که څه هم ټولنو فعالیتونه پیل کړی دی او نومونه یې شته دی، خو د ژورنالیستانو لپاره یې داسې کوم کار نه دی کړی چې حقوق یې لاسته راوړی. نوموړی زیاتوی په خصوصی رسنیو کې د خبریالانو هېڅ قدر او عزت نشته، معاشونه یې نه ورکول کېږی، بې دلیله له دندو ګوښه کېږی، خو د خبریالانو ټولنو د دې لپاره هېڅ کار نه دی کړی. ښاغلی وردګ باور لری چې د خبریالانو د ټولنو نوم شته خو عمل یې بیا په هېڅ حساب دی.

دغه افغان خبریال په دې اند دی چې د دې ټولنو شعارونه او موخې لوړې، ښې او پراخې دی، خو په عمل کې یې بیا داسې څه نه دی کړی چې خبریالان خپل حقونه ترلاسه کړی او شکایتونو ته یې رسیدنه وشی.
د تمدن خصوصی ټلویزیون د پښتو برخې مسؤول له ټولنو غوښتنه کوی چې باید خپل شعارونه په عمل کې ثابت کړی او هغه موخې چې د خپل کار لپاره یې ټاکلی (د خبریالانو حقوق لاسته راوړل) ورته د رسېدو هڅې وشی.
د بی بی سی راډیو خبریال نورګل شفق سره له دې چې د ټولنو د فعالیتونو په هکله نه غواړی څه ووایی خو څرګندوی چې اوس مهال په افغانستان کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ دی چې معلوماتو ته په وخت نه لاسرسی، د معلوماتو لاسته راوړلو لپاره په ځینو ادارو کې مکتوب غوښتل، خبریالانو ته وخت نه ورکول، د خبریالانو د سر نه خوندیتوب او په ځینو رسنیزو ادارو کې د ستونزو سره د مخ کېدو په مهال د خبریالانو څخه هېڅ ډول ملاتړ او بیمې نه شتون سترې ستونزې دی.

ښاغلی شفق، خبریالانو پورې اړوندو موضوعاتو ته هم اشاره کوی چې په وینا یې دا چې رسنۍ ډېرې شوې دی نو ځینو غیر مسلکی او یا په کافی ډول د مسلک څخه نا خبر خلک په رسنیو کې کار کوی، ډېر کله خبریالان محرم معلومات خپروی او یا یې د لاسته راوړلو هڅه کوی، د ځینو محرمو ځایونو څخه راپور ورکوی چې په مسلکی لحاظ هم ستونزې لری او همدارنګه له خپل موقف څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږی چې په وینا یې د یو وزارت ویاند ورته د ځینو خبریالانو د ناوړو غوښتنو یادونه کړې چې ګواکې د ځینو خلکو په مقررولو کې یې ور څخه مرسته غوښتې ده.
په لنډو ویلای شو په داسې حال کې چې د ۲۰ په شاوخوا کې د خبریالانو ټولنې شتون لری او فعالیت کوی خو هغه څه چې خبریالان یې تمه لری لا هم نه دی ترسره شوی، همدارنګه افغان ژورنالیستان د نا امنۍ، معلوماتو ته د نه لاسرسی، په ادارو کې د نا مناسب چلند او ګڼو نورو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی چې باید د خبریالانو ټولنې په دې برخه کې جدی کار وکړی.
گهیځ