ادبیات ولې لولو؟

لیکوال: د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځی استاد اجمل ښکلى

سعدی په ګلستان کې حکایت کوی:

یو باچا له څو نېژدې ملګرو سره ښکار ته وووت. د ژمې شپه پرې بهر راغله. د یوه بزګر کور یې ولید. ویې ویل: شپه به ورکره تېره کړو. یوه وزیر وویل: د بزګر کور د باچا وړ نه دى. همدلته به خېمه لکه کړو او اور به بل کړو. بزګر خبر شو. خواړه یې راوړل، ځمکه یې ښکول کړه. ویې ویل: سلطان په راتګ ونه غوښتل چې د بزګر مقام لوړ شی. خبره د سلطان خوښه شوه. شپه یې وروړه. سهار یې خلعت ورکړ او بزګر چې د سلطان په رکاب کې روان ؤ، دا شعرونه یې ویل:

ز قدر و شوکت سلطان نګشت چیزى کم

از التفات به مهمانسراى دهقانى

کلاه ګوشه دهقان به افتاب رسد

که سایه بر سرش انداخت چون تو سلطانى

دا پوښتنه (ادبیات ولې لولو؟) د بل هر مسلک په اړه کېداى شی. موږ تاریخ ولې لولو؟ چې د تېرو قومونو له حاله ځانه خبر کړو؟ خو دا به د تاریخ د ارزښت په اړه نیمګړى ځواب وی. موږ تاریخ ځکه لولو، چې د بشری فکر پر بدلون ځان پوه کړو، چې ولې او څنګه بدلون کوی؟ او له دې لارې غواړو، چې ژوند وپېژنو.

د (ژوند وپېژنو) ځواب د ادبیاتو په اړه هم سم دى. موږ یواځې تاریخ نه، ساینس، ارواپوهنه، فلسفه، مذهب او ادبیات هم د دې لپاره مطالعه کوو، چې ژوند وپېژنو، چې ژوند څه دى؟ او موخه یې څه ده؟

ادبیات له موږ سره د ژوند په پېژندلو کې مرسته کوی. چا چې سینوهه لوستى، تر بل هر هغه کس ژوند ښه پېژنی، چې سینوهه یې نه دى لوستى. کیسې، ناولونه او شاعری راته هغه تجربې بیانوی، چې موږ ورسره نه یو مخ شوی او که ورسره مخ شو؛ نو څنګه چلن ورسره وکړو؟

خو هنر موږ یواځې د دې لپاره نه لولو، چې ژوند رامعرفی کړی، بلکې تر شا یې نورې موخې هم دی.

موږ یواځې په فزیکی نړۍ کې ژوند نه کوو، بلکې تر نیم زیات ژوند مو د خیال په دنیا کې تېرېږی. لیکوال یا شاعر د خپل تخیل په مرسته ځان ته د شعر یا کیسې شیش محل جوړوی؛ خو دا یواځې د لیکوال یا شاعر نه وی، بلکې لوستونکی ته هم اجازه ورکوی، چې پکې واوسی.

ادبیات موږ د دې لپاره لولو، چې هغه کارونه پکې وکړو، چې د امکاناتو د نشت له امله یې نه شو کولى. ارسطو د اپلاتون د دې خبرې، چې شاعر ټولنه بداخلاقۍ ته هڅوی، پر وړاندې وویل، چې شاعری څوک بداخلاقۍ ته هڅوی نه، لا چې پر دریځ باندې ترسرېدونکې تراژیدی د نندارچی ناوړه احساسات سړوی. یعنې د نندارچی احساسات په ټولنه کې چا ته تر زیان اړولو مخکې رام شی. ارسطو د دې کار لپاره د کاتارسیس(catharsis) کلمه کاروی، چې روانی تطهیر یا چاڼ ته وایی، چې په دې کې عقدې او رنګارنګ احساسات راتلى شی.

ښایی، څوک ووایی، چې ښه نو هنر افیوم دی. همدا خبره مارکس د مذهب په اړه کړې وه؛ خو دا خبره دقیقه نه ده. که د هنر مخه وهم نیسو، تخیل خو له انسان نه نه شو اخىستى او تخیل له واقعیت نه تېښتې ته لار جوړوی. که د یوه کس پر غاښ درد وی، ډاکټر یواځې د نشې ګولۍ نه ورکوی، بلکې درملنه یې هم کوی. هنر د هغې ګولۍ غوندې دى، چې نشه او درملنه پکې دواړه موجود وی. موږ په هنر کې د خپلو واقعی رنځونو علاج هم مومو او ارام هم او دا دواړه پکې داسې غاړه غړۍ وی، چې توپیر یې اسان نه وی.

تخیل راته هغه دنیا جوړوی، چې موږ یې غواړو. مطلب دا چې په هنر کې د بشری خواهشونو زبردسته ننداره کولى شو او که د تاریخ یا ارواپوهنې په نامه کوم علمی کتاب لیکو؛ نو باید ادبیات ولولو، چې انسان څه غواړی؟

د ارسطو د خبرې یوه ضمنی مانا دا هم ده، چې ادب موږ د ژوند پر بلاوو باندې د برلاسی لپاره هم لولو. موږ غواړو، چې له خطرو پرته خونړۍ تجربې وکړو او د مرګ تر دیوستانه لاړ شو. موږ غواړو، چې پر خپلو وېرو غالب شو او د دې غلبې لپاره د مرګ د خطر له امله عملی هڅه نه شو کولى، نو ادب داسې یوه ارامه لار ده، چې موږ ته د زړورتیا احساس راکوی، لکه یو ډارن فلم چې ګورو یا د ګیمونو په ډګر کې جګړې کوو.

که د یوه کرکټر ناوړه حالت ووینو، وایو، ښه ده، چې دا زه نه یم. ښه ده، چې ما داسې کار نه دى کړى. ښه ده چې زه له داسې شرموونکې بربادۍ سره نه یم مخ شوى او ښه دښه ده، چې زه د (جنګ او سولې) په جګړه کې نه یم.

خو په ادبیاتو کې د انسان له دومره ټولنیزو ګټو پرته یو بل څیز هم دى، چې هغه خوند دى. موږ ادبیات ځکه لولو، چې خوند راکوی. فروید وایی، چې د انسان د ژوند موخه خوند اخیستل او له فزیکی او روانی درد نه ځان ساتل دی. د انسان د هر فعالیت تر شا همدا موخه پرته وی.

د بشر تاریخ د انسان د خوند کیسه ده. یواځې دومره ده، چې دې خوند د فروید خبره لباسونه بدل کړی. د فرعونیانو د اهرامونو تر شا خوند، د مذهبی کړیو د جدی استدلال تر شا خوند، د خوندور ژوند لپاره د پیسو د راټولولو تر شا خوند، د شهرت خوند، د مینې خوند او د ادبیاتو د لوست خوند. موږ د دروېش شاعری ځکه لولو، چې د ښکلا تږى ذوق مو خړوب کړی او په دې طریقه خوند واخلو. لکه د خوراک تر شا چې زموږ یواځې جسمی اړتىا نه ده، بلکې خوند هم دى. که خوند نه واى، ډوډۍ به راته کړاو واى، دغسې د ادب د لوست خوند هم دى، خو دا خوند حسی نه، روانی دى او له دې نه معلومېږى، چې خوند پر هر څه بر دى.

انسان متجسس مخلوق دى. غواړی، چې هغه خبرې واوری او هغه جزیرې ووینی، چې عملا یې اورېدى او لیدى نه شی. دا که د پاولو کویلو د کیمیاګر صحرایی سفر دى او که د شپون صاحب خیالی خان اباد.

پر دې سربېره د شاعرۍ موسیقی او وزن هم د انسان د فطرت تنده خړوبوی او په دې ډول د (ادبیات ولې لولو؟) پوښتنې لپاره ګڼ نور ځوابونه هم موندلى شو.

خو دا ځوابونه هغه چا ته اهمیت نه لری، چې ادبیات یې د ژوند لپاره نه، د ډوډۍ د پیدا کولو لپاره لوستی. داسې کسان پرې ښایی وظیفه هم ومومی؛ خو له ادبیاتو نه به هغه استفاده ونه کړی، چې د ادبیاتو موخه ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.