ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وری ۷مه او د مارچ ۲۷مه نېټه ده) د ازبکستان، پاکستان او افغانستان ترمنځ د رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې شوې دی.
د پاکستانی رسنیو د راپور له مخې، دغه خبرې تېره ورځ په ازبکستان کې شوې دی او په دې خبرو کې ټینګار شوی چې درېواړه هېوادونه به د د یادې پټلۍ د جوړولو او پراختیا لپاره عملی هڅې پیلوی.
دا پټلۍ به د افغانستان له لارې ازبکستان او پاکستان سره نښلوی چې شاوخوا ۶۰۰ کیلومتره اوږدوالی لری.
تر دې وړاندې هم د دغه ډول پټلۍ پر جوړولو د درېواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ خبرې شوې دی، خو د عملی کار کوم څرک نه ښکاری.
په دې غونډه کې همدا راز د درې اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دی او ټینګار شوی چې د ورته پروژو په رامنځ ته کولو به په سیمه کې اقتصادی او سوداګریز لوری بدل شی.
گهیځ