ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د وږی/سنبلې ۲۰مه او د سپټمبر میاشتې ۱۱مه نېټه ده) د نوی رامنځ ته شوی اقتصادی دهلېز له لارې به په ډېرو کمو روځو کې افغان توکی چین ته رسی.
چارواکی وایی چې د نوی دهلیز له لارې به سوداگریز توکی له چین څخه قرغزستان ته، له قرغزستان څخه ازبکستان ته او له ازبکستان څخه د اوسپنې پټلی له لارې افغانستان ته رسېږی.
دوی زیاتوی، چې د افغانستان تولیدات به هم د یاد اقتصادی دهیلز له لارې په کمو ورځو کې چین ته رسېږی.
د افغانستان د ریل پټلۍ د ادارې مشر بخت الرحمن شرافت، چې د جمعې په ورځ یې په تاشکند کې د دې دهلیز تړون لاسلیک کړ، وویل چې دغه دهلیز به د توکو د بیو او مالیاتو په کمولو کې هم مرسته وکړی او دغه راز زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړی.
له دې وړاندې له چین سره د ګډ ترانسپورتی دهلېز د جوړولو د څرنګوالی په اړه د افغانستان د ریل پټلۍ مشر بخت الرحمن شرف، د قرغزستان د اورګاډی مشر عظمت سخیوف او د ازبکستان د ریل پټلۍ مشر حسن الدین هاشموف د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې وې، چې په دې غونډه کې د واخان کوریدور په نوم د چین لوژیستیکی شرکت هم بلل شوی و.
گهیځ