افغانستان سره دې تعاملات ډېر شی

ګهیځ: نن سې شنبه (د مرغومی ۲۸مه) د ملګرو ملتونو کارپوهان وایی نړۍ باید له افغانستان سره تعامل ته ادامه ورکړی.
په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو د ادارې کارپوهانو په خپل راپور کې ویلی چې نړۍ باید د افغانستان له نوی حکومت سره تعامل وکړی او دوی د بشری حقونو رعایت ته وهڅوی.
سرچینه وایی چې همدا اوس په افغانستان کې هم له اقتصادی پلوه او هم له بشری پلوه وضعیت ترینګلی دی، چې د دغه وضعیت کنټرول د نړیوالو مستقیم تعامل ته اړتیا لری.
په راپور کې راځی چې له نوی حکومت سره باید پر بشری حقونو، د مېرمنو پر حقونو د نجونو پر زده کړو او نورو مواردو اوږده بحثونه وشی.
دغه کاروپوهانو له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو دوام هم مهم بللی دی او په وینا یې که تعامل رامنځته نه شی نو د میلیونونه کسانو ژوند له خطر سره مخ کېدلی شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.