کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې د دوحې تړون لپاره د امريکا ځانګړی استازی چې د زلمي خليلزاد پر ځای ټاکل شوی و، له دندې ګوښه او د ياد وزارت د تحريمونو د همغږۍ ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
اعلاميه کې ويل شوي، چې د افغانستان لپاره د امريکا شارژدافيره کرن ډېکر، د افغان ښځو د حقونو دفاع لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري او د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال سکرتر جان مارک به د ټام وېسټ دنده پر مخ وړي.
ټام وېسټ په خپل اېکس تایيد کړې، چې د دوحې تړون لپاره د ځانګړي استازي دندې څخه تبديل شوی او په تېرو دريو کلونو يې د دغې دندې پر مهال د افغانانو د مختلفو قشرونو له همکاريو هم مننه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/