کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی، چې د دوحې تړون لپاره د امریکا ځانګړی استازی چې د زلمی خلیلزاد پر ځای ټاکل شوی و، له دندې ګوښه او د یاد وزارت د تحریمونو د همغږۍ ادارې د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
اعلامیه کې ویل شوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډېکر، د افغان ښځو د حقونو دفاع لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیری او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال سکرتر جان مارک به د ټام وېسټ دنده پر مخ وړی.
ټام وېسټ په خپل اېکس تایید کړې، چې د دوحې تړون لپاره د ځانګړی استازی دندې څخه تبدیل شوی او په تېرو دریو کلونو یې د دغې دندې پر مهال د افغانانو د مختلفو قشرونو له همکاریو هم مننه کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ