کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په کابل کې د ملی شفاء فارماسیټیکل د سیروم جوړولو کارخونې د لومړی ځل لپاره د ۵۸۰ زره امریکایی ډالرو په ارزښت، یو میلیون ۸۰۰ زره بوتله سیروم عراق ته صادر کړل.
د یادونې وړ ده چې د «ملی شفاء فارماسیټیکل» د سیروم جوړولو فابریکه، په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۰ میلیونه امریکایی ډالرو په پانګونې سره خپل تولیدی فعالیت پیل کړی او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکی کې د دغې کارخونې د پانګونې کچه ۲۰ میلیونه امریکایی ډالرو ته لوړه شی.
د مسوولینو په وینا دغه کارخونه په کال کې د ۴۳ میلیونه ۲۰۰ زره بوتله سیروم او ۷۰ میلیونه سرنج(پیچکارۍ) د تولید وړتیا لری او همدا رنګه ۳۵۰ حرفوی فارمسستان، کیمیاپوهان، مایکرو بیولوژیستان، انجنیران او ماهر کارکوونکی په کې په کار بوخت دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ