کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه یي خدماتو ادارې (یونپس) اجرایوي رییس جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوي سره کتلي.
د خبر پر بنسټ داسیلوا په دغې کتنه کې ویلي، چې یاده اداره په پام کې لري څو افغانستان کې د سولري پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره یوه نوې پروژه پيل کړي.
له بلې خوا د سرپرست حکومت اداري مرستیال د یادې ادارې کړنې او فعالیتونه ستایلي او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت له یادې ادارې څخه د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته د پروژو پلي کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروي.
نوموړي دغه راز له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د برابرولو په برخو کې همکاري وکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/