افغانستان کې د ځمکو خړوبولو لپاره د سولری پمپونو پروژه پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال د ملګرو ملتونو سازمان د پروژه‌ یی خدماتو ادارې (یونپس) اجرایوی رییس جورج مورییرا داسیلوا او مل پلاوی سره کتلی.

د خبر پر بنسټ داسیلوا په دغې کتنه کې ویلی، چې یاده اداره په پام کې لری څو افغانستان کې د سولری پمپونو په نصبولو سره د کرنیزو ځمکو خړوبولو لپاره یوه نوې پروژه پیل کړی.

له بلې‌ خوا د سرپرست حکومت اداری مرستیال د یادې ادارې کړنې او فعالیتونه ستایلی او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت له یادې ادارې څخه د ملاتړ ترڅنګ هغوی ته د پروژو پلی کولو لپاره ټولې لازمې اسانتیاوې برابروی.

 نوموړی دغه راز له ټولو نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتی، چې کروندګرو ته د کوکنارو د بدیل کښت او ځوانانو ته د کارموندنې فرصتونو د برابرولو په برخو کې همکاری وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.