معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت له نړیوالو غوښتي چې افغانستان کې دې د پراختيايي پروژو مخه نه نیسي

افغان حکومت له نړیوالو غوښتي چې افغانستان کې دې د پراختيايي پروژو مخه نه نیسي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۸):
د ریاست الوزراء اداري مرستيال وايي، افغانانو ته د کار موندلو او اقتصادي ودې لپاره دې نړیوال او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د پراختیایي پروژو مخنیوی نه کوي.
نوموړي د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپلو خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې د زېربناوو له منځه تلو او تحميلي جګړو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي چې په خبره یې یوازې بشري مرستي ورته بسنه نه کوي.
د ده په خبره ټول هېوادونه دې افغانستان کې د ټاپي، کاسا زر، رېل پټلۍ او داسې نورو پروژو په پیلولو کې همکاري وکړي، څو افغان ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د کډوال کېدو پرځای په کور دننه کاري مصروفیت څخه برخمن شي.
نوموړي له ټولو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره دې په داخلي بېځایه شویو او بهرنیو کډوالو ستنېدو کې مرستې وکړي او دوی ته دې د ژوند اسانتیاوي برابري كړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس