کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۸):
د ریاست الوزراء اداری مرستیال وایی، افغانانو ته د کار موندلو او اقتصادی ودې لپاره دې نړیوال او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د پراختیایی پروژو مخنیوی نه کوی.
نوموړی د کډوالۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خپلو خبرو کې ویلی، چې په افغانستان کې د زېربناوو له منځه تلو او تحمیلی جګړو خلک له سختو اقتصادی ستونزو سره مخ کړی چې په خبره یې یوازې بشری مرستی ورته بسنه نه کوی.
د ده په خبره ټول هېوادونه دې افغانستان کې د ټاپی، کاسا زر، رېل پټلۍ او داسې نورو پروژو په پیلولو کې همکاری وکړی، څو افغان ځوانان بهرنیو هېوادونو ته د کډوال کېدو پرځای په کور دننه کاری مصروفیت څخه برخمن شی.
نوموړی له ټولو هېوادونو غوښتی چې له افغانستان سره دې په داخلی بېځایه شویو او بهرنیو کډوالو ستنېدو کې مرستې وکړی او دوی ته دې د ژوند اسانتیاوی برابری کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ