افغان حکومت وایی، نجونو په اړه د رامنځته شویو ستونزو پر دایمی حل کار روان دی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۳ مه نېټه):
د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی چې د یاد وزارت مشر د یوناما له ځانګړی استازی سره کتلی.
په دغه کتنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلی، د نجونو په اړه نړۍ سره د رامنځته شوې ستونزې د هواری لپاره پر معقولې او دایمی حل لارې کار روان دی.
نوموړی زیاته کړې، د شته ستونزو هواری لپاره د حکومت د مشرانو لخوا هڅې روانې دی چې د شرعی احکامو او د افغانانو له کلتور سره مطابق نجونو ته کاری، تعلیمی او تحصیلی زمینه برابره کړی.
د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی بیا په دغه کتنه کې د نجونو تعلیم او نورو وضع شویو محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه وکړه او د امنیتی وضعیت ښه کېدو له امله یې د کورنیو چارو وزیر هڅې وستایلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.