معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان حکومت وایي، مسلکي او تکړه راستنو شویو افغانانو ته نظام کې دندې ورکوو

افغان حکومت وایي، مسلکي او تکړه راستنو شویو افغانانو ته نظام کې دندې ورکوو

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون ویلي، سرپرست افغان حکومت به هغو استعداد لرونکو او تجربه کارو شخصیتونو ته په حکومت کې د کار زمینه برابره کړي، چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي او یا هم راستانه کیږي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون زیاته کړې، تر اوسه د وزیرانو، والیانو، جنرالانو، د ملي شورا غړو او پخوانیو سیاسي او پوځي شخصیتونو په ګډون له ۵ سوو ډېر سیاسي شخصیتونه هېواد بېرته ته راستانه شوي دي.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو وروسته د هغو افغان سیاسي او نظامي شخصیتونو د راستنېدو په موخه جوړ شوی، چې له هېواده وتلي دي.
هېواد کې د اوسني سرپرست افغان حکومت په حاکم کېدو سره د پخواني حکومت ډېری جګپوړي چاوراکي په غوڅ اکثریت سره له هېواد بهر لاړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس