افغان حکومت وایی، پاکستان دې پر کرښه له پاروونکو کړنو لاس واخلی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۲):
د بهرنیو چارو وزارت په کندهار کې د ډېورنډ پر فرضی کرښې د وړمې ورځې نښتې په غبرګون کې ویلی، چې د پاکستان حکومت دې د داسې پاروونکو کړنو مخنیوی وکړی چې د دواړو هېوادونو پر اړیکو منفی اغېز کوی، خو د پاکستان لومړی وزیر بیا د افغانستان له حکومته دا ډول پېښو د نه تکرار ډاډ غوښتی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند په خپل ټویټر لیکلی، وړمه ورځ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سپین بولدک- چمن د تګ راتګ پر لاره خواشینوونکې پېښه رامنځته شوه چې دواړو خواوو ته یې مرګ‌_ژوبله هم واړوله. دغې پېښې ته په غبرګون کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف پر خپلې ټوېټرپاڼې لیکلی چې دغه پېښه د خواشینۍ او غندنې وړ ده.
یادې نښتې د شپږو پاکستانی او یو افغان پوله ساتی ژوند اخیستی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.