معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغان حکومت په ابوظبۍ کې د وفات شوي افغان قاضي القضات جنازه هېواد ته رالېږدوي

افغان حکومت په ابوظبۍ کې د وفات شوي افغان قاضي القضات جنازه هېواد ته رالېږدوي

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې، چې خپل وطن ته د سترې محکمې د پخواني مشر قانونپوه سید محمد یوسف حلیم د جنازې د لېږد لپاره لازم اجرأت وکړي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د متوفی د تجهیز، تکفین او تدفین مراسم به په هېواد کې له اسلامي او افغاني رسم سره سم ترسره شي.
سید یوسف حلیم د افغانستان د تېر حکومت وروستی قاضي القضات و، چې له تېر یوه کال راهیسې د متحده عربي اماراتو په پلازمېنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېده.
وړمه ورځ د نوموړي د وفات خبرونه خپاره شول، چې اوس یې افغان حکومت هېواد ته د جنازې د رالېږد هوډ کړی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس