افغان حکومت په ابوظبۍ کې د وفات شوی افغان قاضی القضات جنازه هېواد ته رالېږدوی

کابل/ګهیځ: نن چهارشنبه (د تلې/میزان ۲۷مه او د اکټوبر میاشتې ۱۹مه نېټه ده) د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت په متحده عربی اماراتو کې د افغانستان سفارت ته لارښوونه کړې، چې خپل وطن ته د سترې محکمې د پخوانی مشر قانونپوه سید محمد یوسف حلیم د جنازې د لېږد لپاره لازم اجرأت وکړی.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وایی، د متوفی د تجهیز، تکفین او تدفین مراسم به په هېواد کې له اسلامی او افغانی رسم سره سم ترسره شی.
سید یوسف حلیم د افغانستان د تېر حکومت وروستی قاضی القضات و، چې له تېر یوه کال راهیسې د متحده عربی اماراتو په پلازمېنه کې د کډوالو په یوه کمپ کې اوسېده.
وړمه ورځ د نوموړی د وفات خبرونه خپاره شول، چې اوس یې افغان حکومت هېواد ته د جنازې د رالېږد هوډ کړی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.