ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د وږی/سنبله دوهمه او د اګسټ میاشتې ۲۴مه نېټه ده) د اسلامی همکارۍ سازمان، له خپلو ټولو غړو هېوادونو غوښتی، چې په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د ژوند ژغورنې بېړنۍ مرستې وکړی.
دغه سازمان پرون په یوه اعلامیه کې ویلی، د افغانستان ختیځې، سوېلی او مرکزی برخې د سختو اورښتونو او سېلابونو له کبله زیانمنې شوی، کورونه او اساسی بنسټونه یې ویجاړ کړی او په زرګونو کسان بېړنیو مرستوته اړ دی.
د افغانستان د طبیعی پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وایی، په وروستیو سېلابونو کې په ټوله کې تر ۱۷۰ زیات کسان مړه شوی دی.
د هوا پېژندنې ادارې پرون وویل چې، په را روانو ۴۸ ساعتونو کې په ۱۹ ولایتونو کې بیا د اورښتونو او سېلابونو اټکل شوی دی.
گهیځ