افغان چارواکو د بانکی ستونزو پر سر له چینی سوداګرو سره خبرې کړی دی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د چڼګاښ/سرطان درېیمه او د جولای میاشتې ۲۵مه نېټه ده) د افغانستان بانک چارواکو په کابل کې له یوشمېر چینی سوداګرو سره لیدلی.
بانګ پر خپل ټویټر پانه لیکی، چې په دې ناسته کې له چین هېواد سره د بانکی ستونزو په برخه کې د یوې حل لارې موندل او په افغانستان کې چینی سوداګرو ته د پانګونې لپاره د زمینې برابرولو په موخه بحثونه شوی دی.
د افغانستان بانک په خبره، دواړو خواوو د صاداراتو او دغه شان د ښو بانکی اړیکو د رغولو په موخه د دغه ډول ناستو پر دوام ټینګار کړی.
له کله نه چې ا.ا په ټول افغانستان واکمن شو چین یو له هغه هېوادونو څخه و چې خپلې سوداګریزې اړیکی یې له نوی افغان حکومت سره وساتلې.
دغه هېواد په ورستیو کې یې په زرګونه ټنه جلغوزی او نورې وچې مېوې د هوایی دهیلز له لارې دغه هېواد ته صادرې او له هغه خوا هم افغان سوداګر ځینی توکی وارد کړی چې د راپورنو پر بنسټ دغه لړۍ اوس هم روانه ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.