کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۶ نېټه
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وایی، چې افغان کرکټ ملی لوبډله به نن شپه د پاکستان ملی لوبډلې پر وړاندې د روان سیریز دوهمه لوبه ترسره کړی.
دوی ویلی، چې افغان لوبډله دغې لوبې لپاره بشپړ چمتوالی لری.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د شارجې کرکټ نړیوال میدان کې سره مخامخ شی.
د دې سیریز لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او کۀ د راتلونکو دواړو لوبو هره یوه افغان لوبډله وګټی، روان سیریز به په خپلې بریا پای ته ورسوی
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ