افغان کرکټ ملی لوبډله نن له پاکستان سره د روان سیریز وروستۍ (درېیمه) لوبه کوی

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۷ نېټه):
د افغانستان د کرکټ بورډ مسوولین وایی، چې افغان کرکټ ملی لوبډله به نن شپه د پاکستان ملی لوبډلې پر وړاندې د روان سیریز وروستۍ (درېیمه) لوبه ترسره کړی.
دوی ویلی، چې افغان لوبډله دغې لوبې لپاره هم د تېرو دوو لوبو په څېر بشپړ چمتوالی لری.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې به نن شپه د افغانستان پر وخت د شپې اته نیمې بجې د شارجې کرکټ نړیوال میدان کې سره مخامخ شی.
د دې سیریز لومړۍ او دوهمه لوبه افغانستان ګټلې وه، چې ورسره د دغې سیریز بریا هم د افغانستان په نوم ثبت شوه.
دغه لوبه که افغان لوبډله وګټی یا وبایلی، کوم توپیر یې په سیریز ګټلو کې نه پرېوځی.
دا په نړیواله کچه لومړی ځل دی، چې افغان لوبډله له پاکستان ملی لوبډلې څخه د سیریز بریا په خپل نوم کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.