کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولینو ویلی، چې د دې وزارت سرپرست وزیر د افچین شرکت له رییس سره لیدلی دی.
د خبر پر بنسټ، په دې لیدنه کې د افچین شرکت رییس ویلی، یاد شرکت په پام کې لری، چې روان کال یو شمېر افغان انجینران د زده کړو او ظرفیت لوړونې په موخه چین هېواد ته واستوی.
د مسوولینو په وینا د لیدنې پرمهال دواړو خواوو کارونو کې پر شفافیت د ټینګار سربېره د نفتو د کارخونې په جوړولو، په دوه بعدی او درې بعدی سروې ګانو او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ