اقتصادی مرستیالۍ د اقتصادی وضعیت په اړه ۳میاشتنی راپور ورکړی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۴ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اقتصادی مرستیالۍ د هېواد د اقتصادی پرمختګونو په اړه درې میاشتنی راپور خپور کړی.

په راپور کې ویل شوی، چې د ډالر پر وړاندې د افغانی ارزښت نه یوازې دا چې ثابت پاتې شوی، بلکې شاوخوا ۱۴.۵۰ سلنه لوړوالی یې هم موندلی دی.

د راپور له مخې، په دې موده کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مهمو پرمختیایی پروژو عملی کارونه پیل شوی دی.

د کابل د سروبی ولسوالۍ اړوندو کې د ۲۲.۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې عملی چارې په چټکۍ روانې دی.

په همدې توګه، د کابل – جلال‌اباد د دوهم لین سړک د جوړېدو چارې هم پیل شوې دی.

سربېره پر دې، د جوزجان د سمنټو د فابریکې او د فاریاب د طوطی میدان د ګازو د کان تړونونه لاسلیک شوی، چې د مسوولینو په وینا د هېواد په صنعتی او اقتصادی وده کې به رغنده رول ولوبوی.

همدارنګه راپور کې د هېواد د اوبو د کنټرول په موخه ۳۵۵ چېکډمونو د جوړېدو خبره شوې، چې د دوی په خبره د کرنیزو اوبو د مدیریت لپاره به ګټور تمام شی.

په راپور کې دغه پرمختګونه د سرپرست حکومت د دوامداره اقتصادی هڅو پایله بلل شوې، چې د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې به اغېز ولری.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.