د ګهیځ ټولنې غړی محمد شعیب قریشی
زمونږ د هېواد د تاریخ یوه غمیزه داده چې دلته همیشه فکرونه رټل شوی دی او د خورېدو او روڼتیا مخه یې نیول شوې ده، او په مقابل کې ډېرو هغو کسانو ته رشد ورکړل شوی دی چې د بادار او دربار له پاره یې قلم چلولی او دا لړۍ –په خواشینۍ سره- اوس هم روانه ده.
له افغان سید جمال الدین څخه یې که را پیل کړو، تر استاد ګل پاچا الفت پورې او تر ننه دا لړۍ روانه ده، ډېر فکرونه په ککریو کې خاورې کېږی او ډېر استعدادونه په کلیو او بانډو کې ضایع کېږی او کوم یو یې چې د رشد او غوړېدا هڅه هم وکړی، رشد او خورېدا ته نه پرېښودل کېږی، او په مقابل کې پر داسې کسانو د نابغه او پوهان نومونه اېښودل کېږی چې د پوهې او علم له ډګر څخه ډېر لرې وی، خو یوازې له دربار سره پېژنی او هر ډول ته نڅېدلی شی.
زمونږ د هېواد یو له هغو استعدادونو چې په هیڅ توګه یې د علم قدر –لکه چې ښایی- و نه شو، استاد ګل پاچا الفت دی، چې نه یوازې یو لیکوال، ژورنالیست، شاعر او عالم ؤ، بلکې د یو نوښتګر فکر سر لاری او د محمد اقبال لاهوری په څېر د ویښتابه خورځنګ له ډلې څخه یې شمېرلی شو.
ګل پاچا الفت هم د همغې پېړۍ اوسیدونکی ؤ په کومه کې چې علامه محمد اقبال ژوند کاوه، د انګریزی ښکېلاک پېر او د عثمانی خلافت د زوال وخت. د مسلمانانو د جهالت او وروسته پاتېوالی زمانه او د غرب د علم، غوړېدا او پرمختګ مهال.
هو په داسې وخت کې په یو داسې هېواد کې چې هلته د علم او پوهې نه خلک ډېر لرې پاتې وو او د علم او پرمختګ له ډګر څخه په سیمهییزه کچه افغانستان ډېر وروسته ؤ، په داسې وخت او داسې هېواد کې استاد ګل پاچا الفت دې نړۍ ته سترګې و غړولې، په داسې حال کې چې د زده کړې لپاره یې ښوونځی هم نه ؤ، یوازې په جومات او حجره کې یې خپلې زدهکړې پرمخ بوتلې.
ګل پاچا الفت څوک ؤ؟
ګل پاچا الفت د میر سید پاچا زوی د لغمان ولایت، د عزیز خان کڅ د منصور کلی کې په کال ۱۲۸۸لمریز (۱۹۱۰زېږدیز) کې دې نړۍ ته سترګې پرانستی دی.
له رسمی زدهکړې بې برخې ؤ، خو د الهی استعداد په لرلو سره له جومات او حجرې نه یې د وخت دود علوم زده کړل او له علم او پوهې سره مینې یې د مطالعې لمنه دومره پراخه کړه چې د غرب د فلاسفهوو او د شرق د نوابغو ډېر کتابونه یې په ستونزو تر لاسه کړل، ویې لوستل، څه یې ترېنه واخیستل او خپله علمی تنده یې پرې ماته کړه.
استاد ګل پاچا الفت چې کله په ښه، بد وپوهېده، نو د خپل هېواد او خلکو خوار حالت او وروسته پاتېوالی یې د عقل پر سترګو ولېده، علتونو ته ځیر شو، ننګونې یې ولېدې او بیا یې د حل لارې پر ګوته کړې، خو لکه څنګه چې د آزاد فکر او لوړ عزم څښتن ؤ، د هغه وخت په نادوده رسمی چاپېریال کې یې د تګ هغه چل نه ؤ زده چې د دربار پلویانو یې تمه لرله، نو رغنیز غږ یې په انتقادی زوږ بدل شو. چې په شعر او نثر کې یې داسې ډېرې بېلګې شته چې په انتقادی بڼه د ټولنې او نظام ناخوالې پر ګوته کوی او په دې لاره کې د هیڅ لوری خیال هم نه ساتی، نه د غوړهمال لیکوال، نه د رشتو خور حاکم او نه هم له دین نه د غلط فهم اخیستونکو ځینې کسانو.
په همدې چاپېریال کې ګلپاچا ستر شو، د قلم انګازې یې له هېواد څخه بهر ووتلې او د فکر ژورو یې ډېر خلک را وېښ کړل، خو بیا هم لکه څنګه چې ښایی د فکری پراختیا او غوړېدا لپاره یې د میدان د نه شتون له کبله او د غوړهمالو درباریانو د بدبینې له مخې د هېواد په هسکو غرونو کې یې غږ بند پاتې شو، خو انګازې یې لا تر ننه ختمې نه شوې.
محمد اقبال لاهوری او ګل پاچا الفت:
که څه هم دا مقایسه به ځینې کسانو ته نا آشنا و برېښی، خو که څوک لږ په غور سره د الفت صیب لیکنو او شعرونو ته ځېر شی، نو د هغه پېر د ویښتابه د سرخیلو د فکر څرک به له ورایه د استاد ګل پاچا الفت په لیکنو کې وګوری، چې په سر کې یې محمد اقبال لاهوری دی.
علامه اقبال چې په ۱۲۵۶ لمریز یا ۱۸۷۸زیږدیز کال د هندوستان د پنجاب ایالات په سیالکوټ کې زېږیدلی دی، له ګل پاچا الفت سره ډېر ورته والی لری او –تقریبا- په لږ تفاوت سره په یو وخت او نړیوالو حالاتو کې اوسېدلی دی.
دا هغه وخت دی چې انګریزی ښکېلاک د نیمې نه زیاته نړۍ تر واک لاندې لرله او اکثره اسلامی او شرقی هېوداونه یې تر ولکې لاندې وو، عثمانی خلافت نوی ړنګ شوی ؤ او پر ځای یې په اسلامی نړۍ کې استبدادی او خاندانی حکومتونه رامینځ ته شوی وو او په دې اکثرو هېوادونو کې د فکر او د فکر خاوندان حاکمانو ته د زغملو وړ نه ؤ، نو ځکه له دې وړاندې علامه سید جمال الدین هم د فکرونو د تړلو له هېواد څخه کډې کولو ته اړ شو، او د همدې لپاره استاد ګل پاچا الفت ته هغه مقام ور نه کړل شو چې هغه وخت کې له ده څخه په علمی ډګر او فکری چاپېریال کې ډېرو وروسته پاتې کسانو په غوړه مالۍ او دربار ستاینه کې تر لاسه کړ.
بلخوا علامه اقبال ته د انګریز تر استعمار لاندې تر دې ښه آزادۍ وه، او بل دا چې هغه د تنګ افغانستان پرځای په لوی هندوستان کې ژوند کاوه، چې تر خوا یې نور د لوی فکر خاوندان هم له هغه وړاندې، له هغه سره او له هغه وروسته په هند کې پراته وو، د همدې لپاره هغه ته د انګریزی ښکېلاک په سیوری که هغه آزادی حاصله وه چې فکر یې لا پکې رشد وکړ، چې استاد ګل پاچا الفت ته په واړه افغانستان کې د تنګ نظرو واکدارونو په څنګ کې هغه زمینه او آزادۍ هیڅکله هم په لاس ورنغله.
د همدې لپاره اقبال په پراخه هندوستان کې خپل فکر لا پراخ کړ او د غږ انګازې یې شرق او غرب ته ورسېدلې، همدا راز اقبال خپله علمی زېرمه هم ډېره قوی کړه، ځکه چې د تعلیم او زدهکړې لپاره ورته لارې پرانستې وې، خو الفت ته په افغانستان کې هیڅ هغه حالت نه ؤ برابر له کوم نه چې اقبال برخمن ؤ، د همدې لپاره د الفت فکر او سوچ هغه شان خپور نه شو او و نه ځلېده، لکه څنګه چې د اقبال برخه وه.
ګل پاچا الفت د اقبال په څېر د سوچه اسلامی فکر، له خرفاتو پاک چاپېریال او د خلکو د ویښولو په لټه کې ؤ، چې د دواړو په شعرونو کې د دې بېلګې لیدل کېدلی شی، همدا راز دوی دواړو د غربی فلاسفهوو له لیکنو او اشعارو ډېره ګټه پورته کړې ده.
الفت- اقبال او سوچه اسلامی فکر
ګل پاچا الفت او علامه محمد اقبال د هغه وخت د چاپېریال خلاف د سوچه اسلامی فکر لرونکی ؤ او له خرافاتو او د دین په نامه له نادودو یې په هرځای کې سر ټکولی دی او خلک یې د سوچه اسلامی فکر پر لور رابللی دی او له اسلام څخه غلط او خرافاتی فکر یې رټل دی، لکه چې الفت وایی:
د پلار نیکه پر قدم مه ځه حقیقت پسې ځه
هغه دود پرېږده چې حکمونه د قرآن ماتوی
او وایی:
د سیلاب مخه چې د شګو په بندونو تړی
ژبې او خولې د ملایانو په دمونو تړی
د رنځور تبه په ټوټکو خامو تارونو تړی
بل چیرته نشته دلته شته دا کرامت پښتونه
او د لته له اسلام څخه د ناسم فکر او غلطې ګټې اخیستنې ښه انځور وړاندې کوی:
مسلمان اوس دپیرانو بندهګی کړی
لا یو نیم ځانته نسبت د پیر د سپی کړی
ډېر افسوس دی نن په حال د مسلمان
څومره ټیټه مرتبه شوه د ایمان
همد راز اقبال وایی:
اندکی گم شو به قرآن و خبر
باز ای نادان بخویش اندر نگر
در جهان آواره ئی بیچاره ئی
وحدتی گم کرده ئی صد پاره ئی
او وایی:
ز من بر صوفی و ملا سلامی
که پیغام خدا گفتند ما را
ولی تأویل شان در حیرت انداخت
خدا و جبرئیل و مصطفی را
همدا راز الفت او اقبال د مسلمانانو د راو ېښولو هڅه کړېده او هغه مهال چې نیمه نړۍ انګریز د علم او زور پر مټ لاندې کړې وه دې دواړو هڅه کړې ده تر څو دوی هم خپل خلک علم او پوهې ته وهڅوی او د جهالت له تېرو یې را وباسی. همداراز د آزادۍ له اصلی مفهوم سره یې اشنا کړی او دا په ډاګه کړی چې اصلی آزادی او انسانیت په اسلام کې دی، نه دا چې ځنې یې په غربی تمدن او فکر کې لټوی، بلخوا سره له دې چې نوی تعلیمی سیستم دې نړۍ ته ډېر څه ورکړل خو له ډېرو یې د انسانیت، روحانیت او آزادۍ مفهوم واخیست، بلخوا هغو ته چې د ترقی مفهوم یوازې د غرب په ړانده تقلید کې لټوی او ترقۍ او پیشرفت اصلی عالم له خیاله غورځوی، اقبال داسې وایی:
قوت افرنگ از علم و فن است
ازهمین آتش چراغش روشن است
علم و فن را ای جوان شوخ و شنگ
مغز می باید نه ملبوس فرنگ
بنده افرنگ از ذوق نمود
می برد از غربیان رقص و سرود
نقد جان خویش در بازد به لهو
علم دشوار است می سازد به لهو
او وایی:
هم مسلمانان افرنگی مآب
چشمۀ کوثر بجویند از سراب
اهل دین را بازدان از اهل کین
هم نشین حق بجو با او نشین
کرکسان را رسم و آیین دیگر است
سطوت پرواز شاهین دیگر است
الفت بیا په همدې مفهوم وایی:
په مدرسه کې د اغیارو کله
څوک د افغان زوی نه افغان جوړوی
پردی کلتور پردی لمسون له سړی
حلقه به ګوش د این او آن جوړوی
سر کې څه نه پرېږدی ماغزه یې مینځی
د سر وېښته چې په ښه شان جوړی
مود پرستی دومره غالبه شوه اوس
ځان خرڅوی خو چاته ځان جوړوی
غلط علاج نه بې علاجه ښه دی
ناجوړه ښه دی که یې وران جوړوی
همدا راز وایی:
ګورم جهان کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړوی
غلطه پوهه له سړی ځنې شیطان جوړوی
د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړی جوړ
نجونه او پېغلې سینګارونه کوی ځان جوړوی
تهذیب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار
فېشن چې زیات شی له ځلمو بازینګران جوړوی
د ودانۍ امید له هر چانه کېدلی نشی
له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوی
چې انسانی رڼا پیدا شی په مغزو کې د چا
هغه کوښښ کړی په عالم کې انسانان جوړوی
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ
واړه مشغول دی ځینې ځان ځینې جهان جوړوی
الفت/ اقبال او د یو ملت مفهوم
لکه څنګه چې د اقبال په فکر مسلمانان یو ملت دی او د اوسنیو تېرو شوو لیکو جلاوالی دوی سره نه شی بېلولی، که څه هم جلا هېوادونو او بیلو سیمو کې ژوند کوی، خو بیا هم ټول کې سره یو کلتور او فرهنګ لری او دا یې د یووالی نښه او د قوت اصلی ځای دی.
په دې اړ الفت رحمه الله د حج الهام تر سرلیک شعر کې وایی:
مختلف او مخالف بېل بېل قومونه
چې تړی د حج دپاره احرامونه
له قومی لباسه هر سړی بهر شی
د هر چا په تن یو لنګ او یو څادر شی
کولتوری اختلاف لاړ شی له نظره
شاهی تاج، شاهی خولۍ لوېږې له سره
نه چلتار د چا په سر نه عمامه وی
د افغان، عرب او ترک یوه جامه وی
تور و سپین عرب عجم سره یو شان شی
د واحد ملت مفهوم ډېر ښه عیان شی
هدف یو د مسلمینو د جهان دی
چې په کاڼو یې هر یو ولی شیطان دی
په رښتیا چې یو امت او یو ملت دی
محمد او ابراهیم ته یې بیعت دی
د شرقی او د غربی قبله یوه ده
پتنګان له هرې خوا ډیوه یوه ده
نه شقاق شته نه نفاق نه اختلاف
معصوم دی د نر او ښځې ایتلاف
او د (خیر البشره) د شعر په یو بیت کې د ملت په هکله وایی:
جوړ دې کړ له ملتونو یو ملت
د توحید د کلمې په برکت
او د اقبال (خودی) پکې پیدا کوی، الفت وایی:
له واړه کوره راوځه لوی جهان سره اشنا شه
خیل، قام نه را اوچت شه له انسان سره اشنا شه
له هګۍ نه را بهر شه په قفس کې مه اوسېږه
له دې ټیټې هوا پورته له طیران سره اشنا شه
د زمان مکان په قید کې اوسېدنه اسارت دی
محدود مه اوسه هر ګوره لا مکان سره اشنا شه
په همدې مفهوم اقبال مسلمانان یو امت ګڼی او له اقلیمونو یې پورته فکر کوی :
قلب ما از هند و روم و شام نیست
مرز و بوم ما بجز اسلام نیست
مسلم استی دل به اقلیمی مبند
گم شو اندر جهان چون و چند
او بل ځای کې داسې وایی:
جوهر ما با مقامی بسته نیست
باده ی تندش بجامی بسته نیست
هندی و چینی سفال جام ماست
رومی و شامی گل اندام ماست
قلب ما از هند و روم و شام نیست
مرز و بوم او به جز اسلام نیست
او د همدې شعر په نورو بیتونو کې دې ته اشاره کوی او وایی:
عقده ی قومیت مسلم گشود
از وطن آقای ما هجرت نمود
حکمتش یک ملت گیتی نورد
بر اساس کلمه ئی تعمیر کرد
او بلځای کې وایی:
آنچنان قطع اخوت کرده اند
بر وطن تعمیر ملت کرده اند
تا وطن را شمع محفل ساختند
نوع انسان را قبائل ساختند
الفت/ اقبال او د آزادۍ اصل مفهوم
الفت د انسان اصلی آزادی په اسلام او ایمان کې لټوی او د ربعی بن عامر التمیمی د دې قول ښه ترجمانی کوی، چې ویلی یې ؤ : [الله ابتعثنا لنخرج من شاء من عباده العباد إلى عباده الله] ژاړه: الله تعالی مونږ د دې لپاره چې ځینې کسان چې الله یې غواړی د بندهګانو له بندهګۍ را بهر کړو او د الله بندهګان یې کړو.
الفت هم یوازې جسمی آزادی پوره نه ګڼی، بلکې اصل آزادی د فکر آزدای ګڼې او د جسم او فکر آزدای کامله آزدای ګڼی. په هغه وخت کې چې الفت ژوند کاوه، که څه هم په سیاسی لحاظ افغانستان یو آزاد هېواد او خلک یې اکثره مسلمانان وو، خو په فکری لحاظ اکثره ډېر وروسته پاتې، یا هم د کمونستی فلسلسفی او یا غربی تمدنی ښکلا داسې غلامان وو، چې هرڅه یې په دې فکرونو کې لېدل، بل پلو د حاکم استبداد لمنه دومره پراخه وه چې ډېرو یې د چارواکو غلامی کوله او ډېر لږ کسان د آزادۍ له اصلی مفهوم او د اسلام له اصیل فهم سره آشنا ؤ. الفت غواړی چې خلک له وړو فکرونو او واړه افغانستان را بهر او له جهان سره آشنا کړی او د آزادۍ اصلی مفهم ورته وښایی او پوهې ته یې وهڅوی او د آزادۍ اصلی مفهوم ګلپاچا الفت مرحوم داسې په ګوته کوی، چې:
آزادی ده ژوندانه لره اکسیر
لوی دولت دی ورسره خیر کثیر
په عادی نظر کتل ورته ګناه ده
ناپوهی ده د وجدان او د ضمیر
پت عزت د ژوندانه آزادی بویه
بې له دې وی ژوند ذلیل خوار او حقیر
آزادی د تن او غړو څه په کار ده
که دې فکر وی تړلی په ځنځیر
چې آزاد فکر لری په جېلخانه کې
دی آزاد دی نه غلام غوندې وزیر
په تش لاس آزادی نه شی څوک ساتلی
آزاد نه دی بل ته اړ، وږی، فقیر
چې وطن او ملک آزاد وی کله ښایی
چې یې خلک د څو تنو وی اسیر
باداری د زور او زرو چې کړی ورکه
ده همدغه آزادی وړ د تقدیر
همدا راز وایی:
په شړۍ کې ښه یم زه آزاد فقیر
نه ورېښمو کې چینجی غوندې اسیر
په خمتا کې حر آزاد ښه دی سل ځله
له غلامه چې لباس یې وی حریر
د وژغنو په کېږدۍ کې که آزاد یم
یو وېښته به یې ورنه کړم په کشمیر
په ویجاړه کې مرغان ځاله کې خوښ وی
په قفس کې د سرو زرو وی زهیر
چې مرغان په هوا وینم چرګ په ځمکه
راته یاد د اسارت شی بد تاثیر
او وایی:
د بندی فکر خاونده د وهمونو نظر بنده
که ذهنی آزادی غواړې له عرفان سره اشنا شه
که د ځان په شان انسان ته ودرېدلی یې سر کوزی
ځان دې نه دی پېژندلی، له خپل ځان سره اشنا شه
چې د جاه و جلال بت ته په سجده باندې نسکور یې
بې ایمانه راته ښکاری له ایمان سره اشنا شه
دې ته ورته اقبال رحمه الله هم مسلمانان ذهنی او جسمی آزادۍ ته هڅوی، راویښوی یې او یووالی ته یې را بولی. وایی:
تو شمشیری زکام خود برون آر
برون آ از نیام خود برون آ
شب خود روشن از نور یقین کن
ید بیضا برون از آستین کن
او وایی:
ماسوای الله را مسلمان بنده نیست
پیش فرعونی سرش افکنده نیست
او په آخر کې، اقبال چې په غلام هندوستان کې د اسلامی واحد فکر لاره او له پرنګی ښېکلاک نه د آزاد افغانستان مشرانو ته یې د امید سترګې نیولی وې او د اسلامی نړۍ له غلامو هېوادونو نه ناهیلی شوی ؤ، غازی امان الله خان ته په ویل شوی شعر کې داسې خطاب د اسلامی امت حال داسې بیانوی: (پیشکش به حضور اعلیحضرت امیرامان الله خان فرمانروای دولت مستقلهٔ افغانستان خلد الله ملکه و اجلاله)
مصریان افتاده در گرداب نیل
سست رگ تورانیان ژنده پیل
آل عثمان در شکنج روزگار
مشرق و مغرب ز خونش لاله زار
عشق را آئین سلمانی نماند
خاک ایران ماند و ایرانی نماند
سوز و ساز زندگی رفت از گلش
آن کهن آتش فسرده اندر دلش
مسلم هندی شکم را بنده ئی
خود فروشی دل ز دین بر کنده ئی
در مسلمان شأن محبوبی نماند
خالد و فاروق و ایوبی نماند
او له امان الله خان څخه دا تمه لری:
جان تو بر محنت پیهم صبور
کوش در تهذیب افغان غیور
تا ز صدیقان این امت شوی
بهر دین سرمایهٔ قوت شوی
جان ما را لذت احساس نیست
خاک ره جز ریزهٔ الماس نیست
علم و دولت نظم کار ملت است
علم و دولت اعتبار ملت است
آن یکی از سینهٔ احرار گیر
وان دگر از سینهٔ کهسار گیر
دشنه زن در پیکر این کائنات
در شکم دارد گهر چون سومنات
لعل ناب اندر بدخشان تو هست
برق سینا در قهستان تو هست
کشور محکم اساسی بایدت
دیدهٔ مردم شناسی بایدت
ګل پاچا الفت په واړه افغانستان کې د ډېر غټ فکر خاوند ؤ، د هغه د ژوند د ټولو اړخونو څېړل دې ته اړتیا لری، چې په اړه یې یو ځانګړې علمی ټولنه کلونه کار وکړی ترڅو د هغه د فکر او ژوند هغه برخې را څرګندې کړی چې لا تر اوسه هم –لکه څنګه چې ښایی- ورته کار نه دی شوی.
گهیځ