معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / امریکا د ولسواکۍ او بشري حقونو نمایشي شعارونه ورکول

امریکا د ولسواکۍ او بشري حقونو نمایشي شعارونه ورکول

ګهځ: نن یکشنبه (د کب ۲۹مه او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د پرځېدلي حکومت د مالیې وروستي سرپرست وزیر خالد پاینده ویلي، له حقونو د دفاع په اړه د امریکا ادعاوې له عمله کنګال شعارونه وو.
هغه له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، چې امریکا په رښتینې او واقعي مانا په افغانستان کې د پرمختګ، بشري حقونو او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله، بلکې دا هر څه نمایشي وو.
پاینده څرګندوي چې په افغانستان کې د روان وضعیت په رامنځ ته کېدو کې تر ټولو ډېره امریکا او بیا د پخواني حکومت چارواکي ګرم دي.
دی وایي د پخواني حکومت د یوه غړي په توګه د رامنځ ته شوي وضعیت په اړه مسوول دی خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت یې نه درلود.
نوموړی وايي د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او پخواني حکومتي چارواکو دی.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس