امریکا د ولسواکۍ او بشری حقونو نمایشی شعارونه ورکول

ګهځ: نن یکشنبه (د کب ۲۹مه او د مارچ ۲۰مه نېټه ده) د افغانستان د پرځېدلی حکومت د مالیې وروستی سرپرست وزیر خالد پاینده ویلی، له حقونو د دفاع په اړه د امریکا ادعاوې له عمله کنګال شعارونه وو.
هغه له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلی، چې امریکا په رښتینې او واقعی مانا په افغانستان کې د پرمختګ، بشری حقونو او ولسواکۍ لپاره مبارزه نه کوله، بلکې دا هر څه نمایشی وو.
پاینده څرګندوی چې په افغانستان کې د روان وضعیت په رامنځ ته کېدو کې تر ټولو ډېره امریکا او بیا د پخوانی حکومت چارواکی ګرم دی.
دی وایی د پخوانی حکومت د یوه غړی په توګه د رامنځ ته شوی وضعیت په اړه مسوول دی خو په دې باور دی چې په تېر حکومت کې دنده ترسره کول یې یوه تېروتنه وه، ځکه د اصلاحاتو راوستو رښتینی نیت یې نه درلود.
نوموړی وایی د افغانستان اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی او مسوولیت یې هم پر امریکا او پخوانی حکومتی چارواکو دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.