شنبه، د لړم ۲۱مه
کابل/ګهیځ: کابل امنیې قوماندانۍ د ښار د معاملو لارښوونې ټولو دفترونو ته د ” نقل مکان” په نوم پاڼې وېشلې دی.
د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند محمد خالد ځدراڼ وایی، تر دې وروسته چې کابل ښار کې هر څوک نوی کور پېری یا کرایه کوی؛ لومړی ورته د معاملې لارښوونې دفتر د نقل مکان پاڼه ورکوی څو د خپلې سیمې امنیتی ارګانونو لخوا تایید شی چې نوموړی کس هغلته کومه جرمی سابقه نه لری.
ځدراڼ وایی، د معاملو لارښوونې دفتر د دې پاڼې یوه کاپی اړوندې امنیتی حوزې ته ورکوی.
نوموړی زیاتوی، دا کار به له امنیتی ارګانونو سره مرسته وکړی څو هغه مجرمین ونیسی چې په خپلو سیمو کې تر جرمونو وروسته کابل ښار ته راتښتی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اونۍ امنیې قوماندانۍ کابل ښاریانو ته د ښه امنیت راوستو لپاره د سړک غاړې کورنو او استوګنیز بلاکونو کې د امنیتی کمرو لګولو کمپاین له پیلدو خبر ورکړ.
قوماندانۍ ویلی وو، چې په همدې موخه تر دا مهال شاوخوا ۲۰۰۰ امنیتی کمرې لګول شوی.
گهیځ