کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د لړم/عقرب ۵مه او د اکټوبر میاشتې ۲۷مه نېټه ده) د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکونکی ریچارډ بېنیټ وایی، د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو اوسنی شاتګ ښایی د دې هېواد په تاریخ کې بېسارې وی.
نوموړی دا څرګندونې تېره ورځ (د تلې ۵مه) د ملګرو ملتونو عمومی اسمبلۍ ته د افغانستان په اړه د راپور ورکولو وروسته، چې په افغانستان کې د بشری حقونو پر وضعیت څرښېده، یوې خبری غونډې ته وکړې.
هغه وویل، افغانان په ځانګړی ډول مېرمنې او نجونې احساس کوی چې له نړۍ هېر شوی دی.
بېنیټ دغه راز څرګنده کړه، چې په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنې د شاه تګ له خطر سره مخ شوې دی.
نوموړی وویل: “لومړی خو دا چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې ډېر شاتګ شوی، ممکن دا شاتګ په تاریخ کې بېساری وی. په بله معنا چې دا شاتګ له ۱۹۹۶ کلونو هم لوی شاته تګ دی، ځکه کومې لاسته راوړنی چې په ۲۰۰۱ کال کې د جمهوریت د رامنځته کېدو وروسته په تېرو شلو کلونو کې ترلاسه شوې وې له شاتګ سره مخ شوی دی، او دا یو ستر شاه تګ دی.”
دا په داسې حال کې ده چې په پر افغانستان کې د سرپرست حکومت له تېرې څه د پاسه یو کلنې واکمنۍ راهیسې، له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو دروازې تړلی او په ګڼو بنسټونو کې ښځې له کاره منع شوی دی.
بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو تر لاس لاندې څېړنیزو بنسټونو باندې نیوکې کړی.
وزارت په دې اړه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې دوی د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د بشری حقونو او بشری وضعیت د څار لپاره ګمارل شویو ادارو او اشخاصو ته د بې پرې موندنو شرایط برابر کړی دی.
خبرپاڼه کې نیوکه شوې چې د همکارۍ له دغې روحیې سره سره بیا هم ځینې اشخاص د واقعیت موندنې د علمی تګلارو خلاف د اوازو او مجازی سرچینو په استناد راپورونه جوړوی او د حاکم نظام پر ضد یې کاروی.
گهیځ