کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بښنې نړیوال سازمان په پاکستان کې د څه باندې یو میلیون او ۴ لکه هغو بې اسناده افغان کډوالو په اړه اندېښنه وښوده، چې له هغه هېواده د اخراج له ګواښ سره مخامخ دی.
دغه سازمان نن پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، دغه شمېر کډوال د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې د پاکستان د ټاکل شوی مهلت له امله د اخراج له خطر سره مخامخ دی.
د بښنې نړیوال سازمان ویلی، دا د کډوالو له بشری حقونو سرغړونه ده او د دغو کډوالو د خوندیتوب، سلامتۍ او اساسی خدماتو ته د لاسرسی په باب جدی اندېښنې ولاړوی.
دغه سازمان هم د پاکستان له حکومته پر خپله دغې پرېکړې د بیا کتنې او د نړیوالو بشری قوانینو د رعایت غوښتنه کړې ده.
ځینو کډوالو شکایت کړی، چې د قانونی اسنادو له لرلو سره – سره له پاکستانه افغانستان ته شړل شوی دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ