کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر عربی رسنیو راپور ورکړی، چې له اته کلن ځنډ وروسته په لومړی ځل د ایرانی اتباعو یوه ډله د عمرې لپاره سعودی عربستان ته لاړل.
تر دې وړاندې رویترز خبری آژانس راپور خپور کړی و، چې په تېره ډسمبر میاشت کې سعودی عربستان پر ایرانیانو د حج عمرې د پرځای کولو بندیز لرې کړ.
د راپور له مخې دغه اقدام به په منځنی ختیځ کې د دغو دوو سترو قدرتونو ترمنځ د اړیکو د ښه والی برخه ک اغېزمن رول ولوبوی.
په تېره مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب یوه موافقه وشوه چې له مخې یې ایران او سعودی عربستان خپلې ډیپلوماتیکې اړیکې چې په ۲۰۱۶م کال کې د ریاض لهخوا د یوه شیعه ملا د اعدام او له هغه وروسته په تهران کې د سعودی عربستان پر سفارت د یرغل له امله کړکېچنې شوې، بېرته په بشپړه توګه اعاده کړې.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ