تر یوه ځنډ وروسته د بیا پیل شوی افغان ادبی بهیر دوهمه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې جوړه شوه او د یوه ځوان شاعر د غزل تر ارزونې وروسته یې آزاده مشاعره وکړه.

تر یوه ځنډ وروسته د بیا پیل شوی افغان ادبی بهیر دوهمه ناسته د چنګاښ په ۲۴مه نېټه د ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې په دفتر کې جوړه شوه او د یوه ځوان شاعر د غزل تر ارزونې وروسته یې آزاده مشاعره وکړه.
ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیاتو په تلاوت پیل شوه او ورپسې د تېرې ناستې راپور وړاندې شو چې ځای ځای د ګډونوالو له تبصرو او سمونو سره ناسته مخ ته ولاړه.
د تېرې ناستې تر راپور وروسته ځوان شاعر رضوان اوبرنګ خپل غزل ګډونوالو ته د نقد او کره کتنې ته وړاندې کړ چې حاضرینو هر یوه په خپل وار بیت په بیت خپل نظرونه او نقد پرې وړاندې کړل.
د ناستې په دوهمه برخه کې د ګهیځ ټولنې مرستیال استاد رحیم الله حریفال په ګډون ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چې د حاضرینو او ګډوالو له خوا په ګرمۍ استقبال شول.
د غونډې په وروستۍ برخه کې یادې ناستې د ارزولو په اړه د غونډې مېلمه او مشر نظرونه څرګند کړل چې دواړو د غونډې بهیر مثبت و ارزاوه او کره کتنې ته وړاندې شوی غزل یې ډېر ښه یاد کړ. لوستل شوی شعرونه یې وستایل او د بهیر له بیا پیل نه یې خوښی څرګنده کړه .
همدارنګه د غونډې په پای کې د بهیر د راتلونکې غونډې په اړه پرېکړه وشوه چې بله ناسته به د مشهور کیسه لیکونکی مرحوم نصیر احمد احمدی د لومړی تلین په پار د دوی فن او ژوند ته ځانګړې شی. او د خدای بښلی احمدی د ناول لیکنې پر بېلابېلو اړخونو به خبرې وشی.
د ګهیځ لیکوالو او ژوزنالیستانو ټولنې مرستیال او علومو اکاډمۍ د پښتو ادبیاتو د مرکز علمی غړی رحیم الله حریفال چې د یاد بهیر د بیا پیل له بنسټګرو هم شمېرل کېږی پدې اړه ګهیځ ته وویل چې د بهیر د ناستو او غونډو په بیا پیل سره ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته د هغوی د پنځونو د سمون او اصلاح بیا زمینه برابره شوه او د شعر او ادب د ډګر د نومیالیو(لکه خدای بښلی احمدی) په یادونې سره له راتلونکی نسل سره د هغوی تړاو ټینګېږی.
ښاغلی حریفال زیاته کړه چې بهیر به بیا هم یوازې د څو ځوانو شاعرانو او لیکوالو پر آثارو او پنځونو نه را څرخی، بلکې تر ډېره به د یوې اکاډمۍ په څېر د پښتو شعر او نثر د ښه سمون او غوړېدو په موخه فعالیت کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.