کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هېواد پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ښوونکی ورځې په مناسبت پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې په دې ورځ ټولو ښوونکو او استادانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوی خدمتونه ستایی.
حامد کرزی ویلی، په افغانستان کې ښوونکو تل له پراخو ستونزو سره – سره په ډېرو کمو امکاناتو د زده کوونکو په ښوونه او روزنه کې زیار ګاللی او په پوره ریښتینولۍ سره یې خپله دنده پر مخ بېولې ده.
کرزی یو وار بیا له سرپرست حکومته غوښتی، چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزی.
حکومت لا د نوموړی په دې څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو ترې وړاندې یې د شرایطو د برابرولو پورې د نجونو د زده کړو د بندېدو خبر ورکړی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ