حامد کرزی یو ځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو پر پرانستو ټینګار کړی
ګهیځ نیوز: نن چهارشنبه (د چنګاښ ۱۵مه او د جولای میاشتې ۶مه نېټه ده) د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی ویلی، دینی عالمانو ته په افغانستان کې خلک درناوی لری، خو په کابل کې شوې غونډه د ا.ا د کسانو تر منځ خپلمنځی غونډه وه.
هغه دا خبرې له العربیه فارسی سره په مرکه د دینی علماوو غونډې ته په غبرګون کې کړې دی.
هغه زیاته کړې، د لویې جرګې له لارې یو حکومت کولای شی د اساسی قانون د تغییر او رسمیت پېژندنې مسایل مطرح کړی.
پخوانی ولسمشر د نجونو پر مخ د ښوونځیو د پرانیستو او کار ته د مېرمنو پر بېرته ستنېدو ټینګار کړی دی.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د امریکا لخوا د افغانستان د شتمنیو پر کنګل کېدو هم نیوکه وکړه او اشرف غنی یې د جمهوریت د ړنګېدو لامل وباله.
دا په داسې حال کې ده چې پخوانی ولسمشر ویلی، چې د ملی پخلاینې عالی شورار له رییس عبدالله عبدالله سره یو ځای د ا.ا له چارواکو سره په اړیکه کې دی او له هغوی سره لیدنې لری.
گهیځ