درې لسیزې وړاندې پر دغې ورځ شوروی یرغلګرو په افغانستان کې ماتې وخوړه

ګهیځ: د سلواغې میاشتې ۲۶مه له افغانستانه د سرو لښکرو د وتلو ۳۳مه کالیزه ده.

د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلی چې د کار قانون د ۴۱مې مادې له مخې دا ورځ په ټول هېواد کې عمومی رخصتی ده.

د پخوانی شوروی اتحاد یرغلګرو د ۱۳۵۸کال د مرغومې په ۶مه پر افغانستان یرغل وکړ، دوی هغه مهال د ولسمشر حفیظ الله امین حکومت نسکور پر ځای یې ببرک کارمل د افغانستان د ولسمشر په توګه وپېژاند.

افغان مومن ولس له نږدې یوې لسیزې مبارزې وروسته د ۱۳۶۸کال د سلواغې په ۲۶مه سره یرغلګر مات او له هېواده وایستل. په دې موده کې نږدې یو ملیون افغانان او لږ ترلږه ۱۴ زره شوروی سرتېری ووژل شول.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.