د ارواښاد محمد اکبر ایازی د مړینې په هکله د ګهیځ اعلامیه

په خواشـــــــینۍ ســـره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان وتلی ژورنالیست او ملی رسنیز شخصیت محمد اکبر ایازی د ورپېښې ناروغۍ له امله له فانی نړۍ سترګې پټې کړې دی.

انا لله و انا الیه راجعون

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه په داسې حال کې چې په رسنیز ډګر کې د مرحوم محمد اکبر ایازی، خدمتونه او فعالیتونه د افغانستان لپاره بنسټیز او ارزښتناک ګڼی، د نوموړی مړینه د افغانستان د رسنیو ستری کورنۍ او نویو په پښو راغلیو رسنیو ته یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼی.

ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه همدارنګه د افغانستان د رسنیو ستر کور، د مرحوم ایازی ټولې کورنۍ او په ټوله کې د افغانستان ولس ته د دې ضایعې له امله د زړه له کومی تسلیت وړاندې کوی او په داسې حال کې چې نوموړی ته له الله نه مغفرت او جنت غواړو، کورنۍ او لارویانو ته یې هم د جمیل صبر او اجر غوښتونکی یو.

 

د ګهیځ د رسنیو او نشراتو څانګه

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.