ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۱۳مه) د امر بالمعروف وزارت وایی، پر داسې طرحه کار کوی چې د اسلامی شریعت خلاف د ښځینه او نارینه وو لباسونو پر واردولو باندې بندیز ولګوی.
د وزارت په وینا په دې کې پتلونونه، تنګ او لنډ کمیسونه او د شریعت خلاف نور غربی لباسونه شامل دی.
دغه راز به خلک د سپارښتنې په ډول د دغسې جامو له اغوستلو منع کړی شی.
وزارت له دې وړاندې ویلی و چې، موټروانان دې په موټرو کې موسیقی نه غږوی او په سلمانیو کې دې د ږیرې خریل بند شی.
گهیځ