د افغانستان لپاره د مرستو جلبولو نړیواله غونډه جوړېږی

ګهیځ: نن چهارشنبه (د کب ۲۵مه او د مارچ ۱۶مه نېټه ده) تمه ده چې تر دوه اونیو پورې له افغانستان سره د بشری مرستو جلبولو پّ اړه یوه نړیواله غونډه جوړه شی.
دا خبره د ملګرو ملتونو د بشری مرستو د همغږۍ ادارې مشر کړې او ویلی یې دی چې په افغانستان کې روان بشری ناورین ته اندېښمن دی.
رامیز الکباروف تېره ورځ په یوه اعلامیه کې ویلی چې دغه غونډه د مارچ میاشتې پر ۳۱مه په بریتانیا او قطر کې جوړېږی.
الکباروف له نړیوالو هیوادونو څخه غوښتی چې په افغانستان کې د بشری بحران مخنیوی او د دغه هیواد له اړمنو خلکو سره مرستو ته دوام ورکړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوی: “په ۲۰۲۱ کال کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ د خلکو شمېر چې ۱۴ میلیون کسان و په ۲۰۲۲ میلادی کال کې دغه شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته زیات شوی دی.”
د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د روان وضعیت دوام د زیاتو خلکو د ځورېدو، د غذایی موادو د کیفیت کمېدو، د خوراکی موادو د کمیت او همدارنګه د ماشومانو، ښځو او خلکو لپاره د روغتیایی ستونزو لامل شوی دی.
د ښاغلی الکباروف د معلوماتو پر بنسټ اوس مهال ۹۵ سلنه خلک کافی خواړه نلری.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.