کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت ویاند خبر ورکړی، چې د امیر په حکم په حکومت کې تازه ټاکنې شوې دی.
مجاهد ویلی، مـ.ـلا هـ.ـدایت الله بـ.ـدری د کانونو او پټرولیم وزیر په توګه او شـ ـیخ شـ.ـهاب الـ.ـدین دلاور د افغانی سرې میاشتې ټولنې د رییس په توګه ټاکل شوی دی.
مـ.ـجاهد زیاته کړې، چې د دې حکم له مخې مـ.ـلا نـ.ـور الـ.ـدین تـ.ـرابی د افغانی سرې میاشتې ټولنې مخکینی مرستیال د طبیعی پېښو ته د رسېدو ملی ادارې د رییس په توګه وټاکل شو.
نوموړی وایی، چې مولوی مـ.ـطیع الـ.ـحق خالـ.ـص د چاپېریال ساتنې ادارې رییس په توګه، مـ.ـلا نـ.ـور احمد اغا د افغانستان بانک د رییس په توګه، مولوی قـ.ـدرت الله جـ.ـمال د اطلاعاتو کلتور وزارت د مالی اداری او ګرځندوی معین په توګه ټاکل شوی دی.
همداراز د دې حکم له مخې، مـ.ـولوی احمـ.ـد الله زاهد د سوداګرۍ وزارت د صنعت او سوداګریزو چارو د معین په توګه او حافظ عـ.ـزیزالدین د افغانی سرې میاشتې ټولنې د مرستیال په توګه ګمارل شوی دی.
همدارنګه د دې حکم له مخې، مـ.ـلا سـ.ـعدالدین سـ.ـعید د چاپېریال ساتنې ادارې د مالی او اداری مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ