د امریکا او ا.ا د چارواکو اړیکې؛ استازی یې یو ځل بیا د خبرو مېز ته کېنی

راتلونکې اونۍ د امریکا او اسلامی امارت استازی په دوحه کې د مذاکراتو نوی پړاو پیلوی.

ګهیځ: نن چهار شنبه د لیندۍ ۳مه په تر لاسه شوی راپورونو کې راغلی چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایی راتلونکې اونۍ د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی توماس وېسټ دوحې ته ځی او هلته دافغانستان لپاره د نوی حکومت له چارواکوسره د دوو اونیو لپاره مذاکرات کوی.

ټاکل شوې چې په دې پنځلس ورځنیو مذاکراتو کې پر جلا جلا مسایلو خبرې وشی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وایی چې تر ډېره په مذاکراتو کې په افغانستان کې د امریکا پر دایمی ګټو، د پاتې امریکایی وګړو، د هغو افغانانو پر ایستلو چې امریکا ور ته ژمنه ده او همدا راز د افغانستان پر اقتصادی وضعیت به بحثونه کېږی.
ځینې راپورونه دا هم وایی چې، د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ ازادول او د نوی حکومت په رسمیت پېژندل ښایی د افغان لوری لخوا د اجنډا مهم موضوعات وی.

ټاکل شوې چې مذاکرات پنځلس ورځې دوام وکړی، د یادولو وړ ده چې د امریکا له ځانګړی استازی سره به په دغو خبرو کې یو امریکایی پلاوی هم ملتیا کوی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.