د اوبو او برېښنا وزارت: د ملی پروژو بشپړولو ته پوره ژمنتیا لرو

ګهیځ: نن شنبه (د سلواغې ۹مه) د افغانستان د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولینو د کمال خان بند د پاتې چارو پیلولو په موخه غونډه کړې ده.
په غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ژر به د یاد بند د پاتې چارو د بشپړولو په موخه عملاً لاس په کار شی.
په دغه غونډه کې دغه راز ډاډ ورکړل شوی دی چې اوسنی نظام د ملی پروژو بشپړولو ته ژمن دی او کوم امکانات چې لری د خپل ولس د هوساینې او ښېرازۍ لپاره به یې ونه سپموی.
د یادونې ده چې کمال خان بند د تېر جمهوری نظام پر مهال پرانیستل شو خو د پراختیا په موخه یې ترسره کېدونکی کارونه وځنډېدل چې ا.ا یې د بشپړولو ژمنه کړې ده.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.