د بهرنیو چارو سرپرست د ترکمنستان وزیرانو شورا له مرستیال سره لیدلی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د نفتو او ګازو په چارو کې د ترکمنستان د وزیرانو شورا له مرستیال باتر امانوف سره لیدلی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې په دغه لیدنه کې دواړو لورو د ټاپی او افغانستان ته د مایع ګاز د لېږد په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلی، د ټاپی پروژې عملی کولو ته ژمن دی.

دغه راز امانوف ویلی، چې تر هرات ولایت د ټاپی پروژې غځېدل یې هم حکومت ته ځانګړی اهمیت لری.

نوموړی زیاته کړې، هیله مند دی چې د ټاپی پروژې اړوند پر شویو هوکړو کار ژر تر ژره وروستی شی، څو د افغانستان په خاوره کې د ټاپی نل‌ لیکې د کار پرانیسته وشی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.