په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو چې د افغانستان په کچه ستر داعی، لیکوال او دینی عالم، د قافلې مهالنۍ مجلې مسؤول مدیر شیخ امین الله ازره وال د ورپېښې ناروغۍ له امله، له فانی نړۍ سترګې پټې کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
شیخ امین الله ازره وال، د شوروی یرغل پر خلاف د افغانانو د جهاد او هجرت له وخت نه بیا تر دې دمه، نه یوازې د دینی علومو ګڼ شمېر طالب العلمان وروزل او د فضیلت دستار یې ور په سر کړ، بلکې د قلم په سنګر کې هم د یوه فعال او ژمن لیکوال په توګه همیشه فعال پاتې شو او تل یې په خپلو وېښوونکو لیکنو سره د علم، پوهې او دعوت قافله ګړندۍ وساتله. د مرحوم شیخ ازره وال لیکنې د هجرت په چاپیریال کې په پیغام اونیزه کې او تر هجرت وروسته له پلازمینې څخه په خپرېدونکې ملی اصلاح اونېزه کې تل د توجیهی او فکری لیکنو د مینه والو تنده ماتوله. شیخ امین الله ازره وال سربېره پر دې چې په ننګرهار کې د امام ابویوسف د ارالعلوم مهتمم ؤ، د قافلې مهالنۍ مجلې د مسؤول مدیر په توګه یې هم دنده ترسره کوله او د ملت په بېدارۍ کې یې خپله ونډه اخیسته.
ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنې اداره او غړی، په داسې حال کې چې د مرحوم شیخ ازره وال مړینه د هېواد د دینی عالمانو کورنۍ ته یوه ستره ضایعه ګڼی، همدارنګه د ځانګړو فکری او توجیهی لیکنو د مینه والو په منځ کې هم د نوموړی تشه، نه جبرانېدونکې ګڼی.همدارنګه ګهیځ ټولنه په داسې حال کې چې مرحوم ازره وال ته له لوی الله نه جنت الفردوس غواړی، د مرحوم مولوی ازره وال کورنۍ، اولادونو او همفکرانو ته د دې درانه غم له امله تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوی.
گهیځ