معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د خوست له غلام خان بندره د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

د خوست له غلام خان بندره د ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایتي مسوولینو ويلي، چې په روان لمریز کال کې د غلام خان بندر له لارې د څه باندې ۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۵۰۰ ټنه وچه مېوه صادره شوې ده.

د مسوولینو په وینا صادر شویو وچو مېوو کې جلغوزي، پسته، بادام او ۱۷ نور ډولونه شامل دي، چې د سیمې سوداګرو ته یې د پام وړ اقتصادي ګټه رسولې ده.

بل‌ لور ځینې سوداګر شکایت لري، چې په سوداګریزو توکو د تعرفو او مالیاتو لوړېدل او په ویزو اخیستو کې ځنډ د دوی لپاره جدي ستونزې جوړې کړې دي. دوی ټینګار کوي، چې که یادې ستونزې حل شي، نو د صادراتو کچه به نوره هم لوړه شي.

په ورته وخت کې سیمه‌ ییز مسوولین ډاډ ورکوي، چې د سوداګرو لپاره به اړیني اسانتیاوې برابرې کړي، څو د غلام خان بندر د صادراتو کچه لوړه او سوداګري نوره هم وغوړیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس